عَنْ عَلِيٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: إِذَا حَدَّثْتُكُمْ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَلَأَنْ أَخِرَّ مِنَ السَّمَاءِ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ أَنْ أَكْذِبَ عَلَيْهِ، وَإِذَا حَدَّثْتُكُمْ فِيمَا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ فَإِنَّ الحَرْبَ خَدْعَةٌ، سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«يَأْتِي فِي آخِرِ الزَّمَانِ قَوْمٌ حُدَثَاءُ الأَسْنَانِ سُفَهَاءُ الأَحْلاَمِ، يَقُولُونَ مِنْ خَيْرِ قَوْلِ البَرِيَّةِ، يَمْرُقُونَ مِنَ الإِسْلاَمِ كَمَا يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ، لاَ يُجَاوِزُ إِيمَانُهُمْ حَنَاجِرَهُمْ، فَأَيْنَمَا لَقِيتُمُوهُمْ فَاقْتُلُوهُمْ، فَإِنَّ قَتْلَهُمْ أَجْرٌ لِمَنْ قَتَلَهُمْ يَوْمَ القِيَامَةِ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 3611]
المزيــد ...
له علي رضي الله عنه څخه روایت دی (وايي) کله چې زه تاسو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث بیانوم، نو دا چې له اسمان څخه لاندې راپریوځم راته ډېره غوره دي لدې چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم درواغ ووایم، او کله چې تاسو سره هغه خبرې کوم چې زموږ او ستاسو تر منځه خپلمنځي خبرې دي، نو جنګ دوکه ده، ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
«په اخيري وخت کې به داسې خلک راڅرګند شي چې عمرونه یې لږ او عقلونه یې کم وي، د مخلوق تر ټولو ښه وینا به کوي، خو له اسلامه به داسې وځي لکه غشی چې له لیندۍ څخه وځي د دوی ایمان به تر ستوني هاخوا نه تېرېږي، نو هر چېرې چې ورسره مخ شوئ، ورسره وجنګېږئ او ویې وژنئ؛ ځکه د هغوی وژل د هغه چا لپاره د قیامت په ورځ اجر دی چې وژلی یې وي».
[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 3611]
امیر المؤمنین علي بن ابي طالب رضي الله عنه وایي چې کله مې تاسو ته د نبي صلی الله علیه وسلم خبرې کولې، نو زه به د کنایې کلمې ونه کاروم، نه به ځان هاخوا دیخوا کړم او نه به هېڅ شی پټ کړم، بلکې زه به په زغرده خبرې وکړم، او دا چې له اسمان څخه راولېږم دا راته ډېره اسانه ده لدې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه خبرې وکړم او دروغ پرې ووایم، او کله چې هغه خبرې کوم چې زما او د خلکو تر منځه دي، نو جګړه دوکه ده، کېدی شي یوه کنایه وکاروم، یا ځای هاخوا دیخوا کړم او یا خبره پټه کړم، یقینا چې ما له نبي صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: په وروستۍ زمانه کې به داسې کم عمره ځوانان راشي چې عقلونه به یې کمزوري وي، دوی به د قرآن کریم څخه خبرې کوي او ډېر به یې تلاوت کوي، خو دوی به له اسلام څخه وځي او له حدودو څخه به یې داسې تېریږي لکه څنګه چې غشی له لیندۍ څخه وځي، د دوی ایمان به د دوی له ستوني څخه نه تېریږي، نو هرچېرې مو چې دوی وموندل، ویې وژنئ، ځکه د دوی وژل به د قیامت په ورځ د هغه چا لپاره اجر وي چې دوی یې ووژلي وي.