+ -

عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَّانِ وَلاَ اللَّعَّانِ وَلاَ الفَاحِشِ وَلاَ البَذِيءِ».

[صحيح] - [رواه الترمذي] - [سنن الترمذي: 1977]
المزيــد ...

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَّانِ وَلاَ اللَّعَّانِ وَلاَ الفَاحِشِ وَلاَ البَذِيءِ». "مومن پېغور ورکوونکی، لعنت ویونکی، فُحش ویونکی، او بد ژبی نه وي".

[صحيح] - - [سنن ترمذی - 1977]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې پوره ايمان لرونكي مؤمن لره نه ښایي چې د خلکو په نسب کې عیبونه ولټوي او نه دا چې ډېر کنځلې کوونکی او لعنت ویونکی وي او یا بد کاره او یا د پوچې وینا ویونکی وي چې حیا ونه لري.

ژباړه: اندونیسیایي سنیګالي ژبه ویتنامي ژبه تګالوګ هوساوي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په شرعي نصوصو کې د ایمان نفي یوازې په حرامه کړنه او یا د واجب په ترک کیږي.
  2. د اندامونو حفاظت او له بدیو څخه یې ساتنه، په ځانګړې توګه ژبه.
  3. سندي رحمه الله فرمايي: په: (الطعّان، واللعّان) کې د مبالغې په صیغه کې پدې دلالت دی چې څوک د طعن او لعنت مستحق وي نو په لږه توګه یې د نسب پورې بد ویل او یا پرې لعنت ویل باک نه لري او دا کار د مؤمنانو ایمان ته زیان نه رسوي.
نور