له تاسو يو هم تر هغه بشپړه ايمان نه شي راوړی ترڅو يې خپله نفسي غوښتنه د هغه څه تابع نه وي ګرځولي چې زه ورسره راغلی يم
چا چې د هدایت لورې ته بلنه ورکړه نو دومره ثواب یې کیږي لکه څومره چې د هدایت د پيروانو کیږي پداسې حال کې چې د هغوی له اجر او ثوابونو څخه هېڅ نه کمیږي
په اخيري وخت کې به داسې خلک راڅرګند شي چې عمرونه یې لږ او عقلونه یې کم وي، د مخلوق تر ټولو ښه وینا به کوي، خو له اسلامه به داسې وځي لکه غشی چې له لیندۍ څخه وځي