+ -

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رضي الله عنهما أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَدْعُو بِهَؤُلَاءِ الْكَلِمَاتِ:
«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الْعَدُوِّ، وَشَمَاتَةِ الْأَعْدَاءِ».

[صحيح] - [رواه النسائي وأحمد] - [سنن النسائي: 5475]
المزيــد ...

له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دې الفاظو سره دعا کوله:
«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَغَلَبَةِ الْعَدُوِّ، وَشَمَاتَةِ الْأَعْدَاءِ». (یا الله! زه پر تا له زیاتو قرضونو، د دښمن له غلبې او د دښمنانو له خوشحالۍ پناه نیسم).

[صحيح] - - [د امام نسائی سنن - 5475]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له لاندې شیانو څخه پناه غوښتې ده:
لومړی: (اللهم إني أعوذ) (اې الله زه پناه غواړم) (بك) پر تا باندې، او ستا پرته یې پر بل چا نه غواړم (من غلبة الدین) د قرض له غلبې څخه او دا چې راباندې زیات شي، د خفګان او کړاو لامل شي، او ستانه یې د ادا کولو لپاره مرسته غواړم.
دویم: (وغلبة العدو) او د دښمن له برلاسي کېدو، د هغه له قهر او تسلط څخه پر تا پناه نیسم، او ستا څخه یې د ضرر د مخنیوي سوال کوم او دا چې پرې برلاسی شم.
دریم: (وشماتة الأعداء) او د دښمن له خوشحالیو څخه چې کله مسلمانانو ته کوم مصیبت او تاوان ورسېږي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. له هر هغه څه څخه الله تعالی ته په پناه وړلو ټینګار چې انسان له اطاعت څخه بې برخې کوي او غمونه ورپېښوي لکه پور او داسې نور.
  2. په مطلق ډول پور کومه ګناه نشته، بلکې ملامتیا پر هغه چا ده چې په پور پرې کولو کې وفادار نه وي او همدې ته د پور غلبه وایي.
  3. انسان باید له هغو کارونو ډډه وکړي چې خلک پرې خوشحالېږي او دا کارونه د ده لپاره عیب ګڼل کېږي.
  4. د دې خبرې څرګندونه چې کافران له مؤمنانو سره دښمني لري او کله چې پرې مصیبتونه راځي نو هغوی پرې خوشحالېږي.
  5. کله چې دښمن پر سړي خوشحاله شي، دا د انسان لپاره د اصل مصیبت نه هم درنده تمامېږي.