+ -

عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما قَالَ: كَانَ مِنْ دُعَاءِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«اللهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ زَوَالِ نِعْمَتِكَ، وَتَحَوُّلِ عَافِيَتِكَ، وَفُجَاءَةِ نِقْمَتِكَ، وَجَمِيعِ سَخَطِكَ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2739]
المزيــد ...

له عبد الله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی وایې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دعاګانو څخه یوه دا وه:
«اللهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ زَوَالِ نِعْمَتِكَ، وَتَحَوُّلِ عَافِيَتِكَ، وَفُجَاءَةِ نِقْمَتِكَ، وَجَمِيعِ سَخَطِكَ». «اې الله! تا پورې له دې نه پناه غواړم چې ستا نعمت رانه زوال شي، ستا عافيت راڅخه واوړي او ناخبره راباندې ستا عذاب راشي او يا راته ستا کامله غصه او غضب راوپارېږي».

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2739]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له څلورو شیانو څخه پناه غوښتې ده:
لومړی: (اللهم إني أعوذ بك من زوال نعمتك) اې الله! زه تاته ستا د نعمتونو له زوال څخه پناه دروړم، هغه که دیني وي او یا دنیوي، او له تانه سوال کوم چې په اسلام ثابت پاتې شم، او په ګناهونو کې له ښکېلتیا وژغورل شم، د کومو له امله چې نعمتونه له منځه ځي.
دویم: (او ستا د راکړې روغتیا بدلېدل) چې په مصیبت بدله شي؛ نو ستا څخه د دوامداره عافیت، له دردونو او ناروغیو څخه د سلامتیا سوال کوم.
دريم: (او په ناڅاپي توګه ستا له انتقام او سزا څخه) چې په ناڅاپي توګه کوم مصیبت او یا عذاب راورسېږي، عذاب چې کله په ناڅاپي توګه راشي بیا نو د توبې او جبرانولو لپاره وخت نه وي، او د هغه چا به ډېر بد او سخت حالت وي چې ورسره مخ شي.
څلورم: (او ستا له هر ډول غصې او قهر څخه) او هغه لاملونه چې ستا د قهر او غصې لامل ګرځي؛ ځکه هغه څوک چې ته پرې قهر شې نو هغه ذلیل او تاواني شو.
هغه صلی الله علیه وسلم د جمعې کلمه کارولې ده چې؛ ترڅو د الله پاک د غصې هر ډول اسبابو ته شامله شي؛ له ویناوو، کړنو او یا اعتقاداتو څخه.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. الله تعالی ته د پېغمبر صلی الله علیه وسلم اړتیا او احتیاج.
  2. دا مبارکه استعاذه: په نعمتونو د شکر وېستلو توفیق او په ګناهونو کې له ښکېل کېدو څخه ساتنې ته شامله ده؛ ځکه چې ګناهونه نعمتونه له منځه وړي.
  3. له هغو کړنو لرې پاتې کېدل چې د الله تعالی د ناخوښۍ لامل ګرځي.
  4. رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله له ناڅاپه غضب څخه ځکه پناه غوښتې ده چې که هغه ذات له خپل بنده څخه غچ واخېست نو په هغه به داسې مصیبتونه راشي چې بیا به یې له ځان څخه چَپ کولی نه شي او نه یې ټول مخلوق د لرې کولو توان لري، که څه هم ټول سره راغونډ شي.
  5. او هغه صلی الله علیه وسلم د عافیت له بدلېدو ځکه پناه غوښتې ده چې څوک الله تعالی په سلامتیا سره ځانګړی کړي ، نو په دنیا او اخرت کې بریالی دی، او که چېرته ترې عافیت ولاړ، نو د دنیا او اخرت په مصیبتونو اخته شو، ځکه چې په عافیت او سلامتیا کې د دین او دنیا سلامتیا ده.