+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
أَنَّهُ كَانَ يَقُولُ إِذَا أَصْبَحَ: «اللهُمَّ بِكَ أَصْبَحْنَا، وَبِكَ أَمْسَيْنَا، وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوتُ، وَإِلَيْكَ النُّشُورُ» وَإِذَا أَمْسَى قَالَ: «بِكَ أَمْسَيْنَا، وَبِكَ أَصْبَحْنَا، وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوتُ، وَإِلَيْكَ النُّشُورُ» قَالَ: وَمَرَّةً أُخْرَى: «وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ».

[حسن] - [رواه أبو داود والترمذي والنسائي في الكبرى وابن ماجه] - [السنن الكبرى للنسائي: 10323]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به:
سهار مهال (دا اذکار) ویېل: «اللهُمَّ بِكَ أَصْبَحْنَا، وَبِكَ أَمْسَيْنَا، وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوتُ، وَإِلَيْكَ النُّشُورُ» وَإِذَا أَمْسَى قَالَ: «بِكَ أَمْسَيْنَا، وَبِكَ أَصْبَحْنَا، وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوتُ، وَإِلَيْكَ النُّشُورُ» قَالَ: وَمَرَّةً أُخْرَى: «وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ». يا الله! ستا په نعمتونو او واکمنۍ کې مو سهار کړ او ستا په نعمتونو او واکمنۍ کې مو بېګا کړ، ستا په نوم ژوندي کېږو او ستا په نوم مړه کېږو او (له مرګ نه وروسته ستا لور ته) بیا پاڅېدل دي، وایې او بل ځل یې وویل: «وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ» او ستا په لور وروستی منزل دی.

[حسن] - - [د امام نسائی سنن کبری - 10323]

تشریح

کله به چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم سهار شو؛ چې هغه د سهار له راختو سره د ورځې پېل دی نو وییل به یې:
(اللَّهُمَّ بِكَ أَصْبَحْنَا) یا الله پر تا مو سبا کړ، یعنې ستا په ساتنه او ستا په نعمت کې ډوب یو، ستا په یادولو بوخت یو، ستا پر نوم مرسته غواړو، ستا په نعمتونو کې شامل یو، ستا په مرسته او ځواک حرکت کوونکي یو، (وَبِكَ أَمْسَيْنَا، وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوتُ) (او پر تا مو بېګا کړ او پر تا ژوندي کېږو او پر تا مرو) د دې جملې معنی هم لکه د تېرې په څېر ده، سر بېره پر دې چې بېګا مهال به یې وییل: یا الله ستا پر نوم مو بېګا کړ، نو ستا په محیی (ژوند بښونکي) نوم سره ژوندي کېږو، او ستا په (الممیت) یعنې مرګ ورکوونکي نوم سره مړه کېږو. (وَإِلَيْكَ النُّشُورُ) او ستا لور ته له مرګ نه وروسته پورته کېدل دي، او له یو ځای کېدو وروسته جلا کېدل دي، زموږ دا حالات به په ټولو وختونو کې په همدې توګه مخته ځي او په هېڅ حال به ترې جلا نه شم او نه به یې پرېږدم.
او کله چې پرې له مازدیګر نه وروسته بېګا مهال راغی وییل به یې: (اللَّهُمَّ بِكَ أَمْسَيْنَا، وبكَ أصبحنا، وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوتُ، وَإِلَيْكَ المَصِيْر) یا الله! ستا په نوم مو بېګا کړ او ستا په نوم مو سبا کړ، ستا په نوم ژوندي کېږو او ستا په نوم مړه کېږو، او له مرګ نه وروسته ستا لور ته بېرته پورته کېدل دي، په دنیا کې بېرته ستنېدل او په اخرت کې بېرته درګرځېدل دي، نو همدا ته یې چې ژوند راکوې او همدا ته یې چې مرګ راکوې.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې د پيروۍ له مخې دا دعا ویل سبا او بېګا مستحب دي.
  2. بنده په ټولو حالتونو او وختونو کې الله تعالی ته محتاج دی.
  3. سهار مهال د ورځې په پېل کې د اذکارو لپاره غوره دا ده چې د سهار له راختو څخه تر لمر راختو پورې وویل شي، او له مازدیګر نه وروسته د لمر ډوبېدو نه مخکې وخته پورې، که چېرته یې له دې نه وروسته وویل: یعنې سهار مهال یې د څاښت له راختو وروسته وویل- هم صحیح ده، او که د ماسپښین نه وروسته یې وویل هم صحیح ده، او که له ماښام نه وروسته یې وویل هم باک نه لري، ځکه دا ټول وختونه د ذکر لپاره مناسب دي.
  4. دا چې سهار مهال "وإليك النُّشور" ولې ویل کیږي؟ نو دا د دې لپاره چې لوی پاڅون وریاد کړي، هغه چې ټول خلک به د قیامت په ورځ له مرګ نه وروسته بېرته راپورته کېږي، نو دا له سره راپورته دي، او نوي ورځ ده چې ارواګانې پکې بېرته جسدونو ته ورګرځي، او خلک به په دغه ورځ خپرېږي، او دا نوی سهار به خپلې وږمې خپرې کړي تر څو د آدم په اولادې ګواهي ورکړي، او وختونه یې زمونږ د عملونو لپاره ذخیرې وګرځي.
  5. بېګا مهال د دې وینا مناسبت چې فرمایي "وإليك المصير" او ستا لور ته درګرځېدل دي، چې کله خلک له خپلو کارونو، ګټو او مصلحتونو څخه راوګرځي نو بېرته خپلو کورونو ته ورګرځي او له خپرېدو وروسته د استراحت په موخه دمه کېږي، نو الله تعالی ته په ورګرځېدو سره یې د ورګرځېدو په الفاظو سره یادونه وکړه.