عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«الْمُؤْمِنُ الْقَوِيُّ، خَيْرٌ وَأَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنَ الْمُؤْمِنِ الضَّعِيفِ، وَفِي كُلٍّ خَيْرٌ، احْرِصْ عَلَى مَا يَنْفَعُكَ، وَاسْتَعِنْ بِاللهِ وَلَا تَعْجَزْ، وَإِنْ أَصَابَكَ شَيْءٌ، فَلَا تَقُلْ لَوْ أَنِّي فَعَلْتُ كَانَ كَذَا وَكَذَا، وَلَكِنْ قُلْ قَدَرُ اللهِ وَمَا شَاءَ فَعَلَ، فَإِنَّ (لَوْ) تَفْتَحُ عَمَلَ الشَّيْطَانِ».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«پیاوړی مؤمن الله ته له کمزوري مؤمن څخه خوښ او غوره دی او په دواړو کې خیر دی، په هغه څه ټینګار وکړه چې ګټه درته رسوي او د الله تعالی نه مرسته وغواړه، او مه کمزوری کیږه، که چیرته درته څه - زیان - ورسیده نو داسې مه وایه: که چېرته مې داسې کړي وای، نو داسې او داسې به شوي وو، خو ووایه: د الله تقدیر دی او هغه چې څه غوښتل هغه یې وکړل؛ ځکه د (که چیرته) کلمه د شیطان کړنې پرانیزي».

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم بیانوي چې: مؤمن ټول خېر دی، خو هغه مؤمن چې په خپل ايمان، اراده، مال او د خېر په نورو برخو کې پياوړى وي، د الله تعالى په نزد له کمزوي مؤمن څخه غوره او ورته محبوب دى. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم مؤمن ته سپارښتنه کوي چې د دنیا او آخرت په چارو کې د ګټې اخیستنې لپاره اسباب وکاروي، په داسې حال کې چې په الله جل جلاله اعتماد وکړي، له هغه مرسته وغواړي او توکل پرې وکړي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو کارونو په وړاندې چې په دنیا او اخرت کې ګټه رسوي له کمزورۍ، سستۍ او غفلت څخه منع فرمایلې ده. نو کله چې مؤمن په عمل کې زیار وباسي، اسباب وکاروي، له الله جل جلاله نه مرسته وغواړي او د خير غوښتنه ترې وکړي، بیا دې نو خپل ټول كارونه الله ته وسپاري او په دې دې پوه شي چې د الله تعالى ټاکنه کې خیر دی. نو که له هغې نه وروسته ورته کوم مصیبت ورسیږي، داسې دې نه وايي چې: "که داسې مې کړي وای نو داسې او داسې به شوي وو". "ځکه د (که) کلمه په تقدیر د نیوکي لپاره د شیطان کړنو ته لار پرانیزي" او په هغه څه پښېمانتیا رامنځته کوي چې له لاسه ورکړل شوی دی، خو د الله تعالی تقدیر ته په تسلیمېدو سره دې ووایي ("د الله پریکړه ده او هغه چې څه وغواړي هغه کوي." څه چې وشول د الله جل جلاله د خوښې او ارادې سره سم وشول، بېشکه الله جل جلاله هغه ذات دی چې څه وغواړي هغه کوي، د هغه پریکړه لره منع کوونکی او د حکم لره یې تعقیبوونکی نشته.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په ایمان کې د خلکو توپیرونه.
  2. مستحب دي چې د عمل لپاره انسان ځواکمن وي؛ ځکه په ځواک سره چې کومې ګټې ترلاسه کیږي په کمزورۍ کې نه تر لاسه کیږي.
  3. انسان باید د هغه څه په لټه کې شي چې ګټه ورته رسوي او هغه څه پریږدي چې ګټه نه لري.
  4. مومن باید په خپلو ټولو چارو کې د الله مرسته وغواړي، او په ځان تکیه ونه کړي.
  5. د قضا او قدر ( د الله جل جلاله د پریکړې او تقدیر ) ثبوت، او دا چې تقدیر د اسبابو له کارولو او د ښېګڼو پسې له پلټنې کولو سره په ټکر کې عمل ندی.
  6. د مصیبت پر مهال د ناخوښۍ له امله د (که) له وېیلو څخه ممانعت او د الله جل جلاله په قضا او قدر د نیوکې حراموالی.
نور