عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ رضي الله عنه: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«إِنَّ اللَّعَّانِينَ لَا يَكُونُونَ شُهَدَاءَ وَلَا شُفَعَاءَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2598]
المزيــد ...
له ابو الدرداء -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې:
«لعنت کوونکي کسان به د قيامت په ورځ نه شاهدان وي او نه شفاعت کوونکي».
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2598]
نبي صلی الله عليه وسلم خبر ورکوي چې څوک پر هغه چا زیات لعنت وایي چې هغه یې مستحق نه وي، نو دی د دوو سزاګانو مستحق دی: لومړۍ دا چې: د قيامت په ورځ به پدې شاهدي نه ورکوي چې پېغمبرانو خپلو امتونو ته پېغام رسولی دی، او په دنیا کې به یې شاهدي نه قبلېږي، ځکه چې فاسق دی، او د الله په لار کې قربانېدل به یې نه نصیب کېږي. دویمه دا چې: د قیامت په ورځ به دی هغه مهال شفاعت نشي کولی؛ کله چې مؤمنان د خپلو هغو ورونو لپاره شفاعت کوي چې اور ته د داخلېدو پرېکړه یې شوي وي.