عَنْ سَعْدٍ رضي الله عنها قَالَ:
جَاءَ أَعْرَابِيٌّ إِلَى رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: عَلِّمْنِي كَلَامًا أَقُولُهُ، قَالَ: «قُلْ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، اللهُ أَكْبَرُ كَبِيرًا، وَالْحَمْدُ لِلَّهِ كَثِيرًا، سُبْحَانَ اللهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ» قَالَ: فَهَؤُلَاءِ لِرَبِّي، فَمَا لِي؟ قَالَ: «قُلْ: اللهُمَّ اغْفِرْ لِي وَارْحَمْنِي وَاهْدِنِي وَارْزُقْنِي».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له سعد رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
یو اعرابی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویې ویل: ماته یو څه را وښایه چې زه یې وایم، هغه وفرمایل: «قُلْ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، اللهُ أَكْبَرُ كَبِيرًا، وَالْحَمْدُ لِلَّهِ كَثِيرًا، سُبْحَانَ اللهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ، لَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ»«ووایه: له الله پرته بل معبود نشته، هغه یو دی شریک نه لري، الله لوی دی په لوی والي سره، او الله لره ډېرې ستاینې دي، الله رب العالمین لره پاکي ده، له یو حالت نه بل ته اوړیدل نشته مګر د غالب الله او حکمت والا رب په زور او ځواک سره» وایي: دا مې د رب لپاره دي، نو زما لپاره څه دي؟ ویې فرمایل: «ووایه: ای الله، ما ته بښنه وکړه، په ما رحم وکړه، ما ته لارښوونه وکړه او ما ته روزي راکړه.

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

د بانډې یو اوسېدونکي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې یو ذِکر وروښایي چې ویې لولي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې: ووایه: "لا إله إلا الله وحده لا شريك له" د عبادت حقدار نشته دی مګر یو الله دی چې شریک نه لري، نو د الله په یووالي له ګواهۍ ورکولو یې پیل وکړ، او معنا یې دا ده چې له الله پرته په حقه بل معبود نشته، "الله أكبر كبيرًا" الله لوی دی په لوی والي سره. یعنې: الله له هر شي نه لوی دی. "والحمد لله كثيرًا" او الله لره زیاته ستاینه ده یعنې الله لره ډیره ستاینه ده، د هغه په صفتونو، فعلونو او هغو نعمتونو سره چې - د ډیروالي له امله - نه شمېرل کیږي. "سبحان الله رب العالمين" پاکي ده الله لره چې د عالمیانو رب دی. یعنې: له هرې نېمګړتیا څخه پاک او سپېڅلی دی، "لا حول ولا قوة إلا بالله العزيز الحكيم" له ګناه څخه ګرځېدل نشته او د نېکو کارونو توفيق نشته مګر د الله په مرسته چې غالب او حکیم ذات دی. یعنې: له یو حال نه بل حال ته اوړیدل نشته مګر د الله په مرسته او توفیق سره. نو هغه سړي وویل: دا کلمې خو مې د رب د یادولو او لویۍ بیانولو لپاره شوې، نو د خپل ځان لپاره په څه سره دعا وکړم؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې: ووایه: "اللهم اغفر لي" ای الله ما ته بخښنه وکړې. د ګناهو په بخښلو او پټولو سره، "وارحمني" او په ما رحم وکړې ما ته د دیني او دنیاوي ګټو په رسولو سره، "واهدني" او ماته لارښوونه (هدایت) وکړې. غوره شرایطو او سمې لارې ته، "وارزقني" او ماته رزق راکړې. حلال مال، روغتیا، او هره نیکمرغي او عافیت.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله جل جلاله یادولو ته په تهلیل(لا اله الا الله)، تکبیر(الله)، تحمید(الحمد لله) او تسبیح(سبحان الله) وېیلو سره هڅونه.
  2. له دعا څخه مخکې د الله جل جلاله یادول او ثنا پرې وېیل.
  3. د انسان لپاره مستحب دي چې په غوره دعاوو او هغه څه سره چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه راپاتي وي دعا وکړي، هغه چې د دنیا او آخرت ټولې ښېګڼې پکې شاملې وي، او کولی شي چې په هر څه چې وغواړي دعا وکړي.
  4. بنده باید هغه څه زده کړي چې په دنیا او آخرت کې ورته ګټه رسوي.
  5. بخښنې، رحمت او رزق غوښتلو ته هڅول، ځکه چې دا د ښېګڼو ټولګه ده.
  6. پر امت د رسول الله صلی الله علیه وسلم مهرباني چې د هغه څه زده کړې ته یې هڅوي چې ګټه ورته رسوي.
  7. له بخښنې وروسته د رحمت یادونه شوې تر څو سپېڅلتیا بشپړه شي، ځکه بخښنه ګناهونه پوښي، له منځه یې وړي او له جهنم څخه پکې لرې والی دی او په رحمت کې د ښېګڼو رسول او جنت ته داخلېدل دي او همدا په حقیقت کې ستره بریا ده.