+ -

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما قَالَ:
كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَجْوَدَ النَّاسِ، وَكَانَ أَجْوَدُ مَا يَكُونُ فِي رَمَضَانَ حِينَ يَلْقَاهُ جِبْرِيلُ، وَكَانَ يَلْقَاهُ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ فَيُدَارِسُهُ القُرْآنَ، فَلَرَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَجْوَدُ بِالخَيْرِ مِنَ الرِّيحِ المُرْسَلَةِ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 6]
المزيــد ...

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو زیات سخي و او د نورو وختونو په پرتله به یې د رمضان په میاشت کې سخا ډېره زیاته وه کله به چې جبرایل علیه السلام ورسره مخ کېده، او د رمضان د میاشتې په هره شپه کې به ورسره مخ کېده او قرآن به یې تکراره وو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خېر په کارونو کې لکه د تېز باد په څېر په سخاوتمندۍ کې تېز و.

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 6]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم په سخاوتمندۍ کې په انسانانو کې ستر انسان و، او د روژې په مياشت كې به یې سخا لا پسې زیاتېده، نو چاته به چې څومره ورکړه لازمه وه، همغومره سخا به یې ورسره کوله، د هغه د زیاتې سخاوتمندۍ لاملونه دوه څيزونه وو :
لومړی: جبرائیل علیه السلام سره د هغه ملاقات.
بله خبره: د قرآن کريم تکرار، چې هغه له یادو د قرآن کریم لوستل و.
نو جبرائیل علیه السلام سره به یې ټول نازل شوی قرآن ګردان کاوه، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر سخي او د ډېرې ورکړې خاوند او ښګېڼه کوونکی و، او خلکو ته په خېر رسولو کې به لکه د هغه ښایسته باد په څېر تېز و چې الله تعالی یې د باران او رحمت لپاره رالیږي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي نیپالي دري
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سخاوتمندۍ او پراخه عزت بیان او په ځانګړې توګه د رمضان مياشت کې، ځکه یقینا دا د طاعتونو او د ښېګڼو د موسمونو میاشت ده.
  2. په هر وخت کې سخاوتمندۍ ته هڅول، او د روژې په میاشت کې پکې زیاتوالی مطلوب دی.
  3. د روژې په مبارکه میاشت کې د ورکړې، خېراتونو، نېکیو او د قرآن کریم زیات تلاوت کول.
  4. د علم د ساتلو له اسبابو څخه یو دا دی چې له علماوو او شاګردانو سره تکرار شي.