+ -

عَنِ ابنِ عُمَرَ رضي الله عنهما قَالَ:
لَمْ يَكُنْ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَدَعُ هَؤُلَاءِ الدَّعَوَاتِ، حِينَ يُمْسِي وَحِينَ يُصْبِحُ: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَافِيَةَ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِي دِينِي وَدُنْيَايَ وَأَهْلِي وَمَالِي، اللَّهُمَّ اسْتُرْ عَوْرَتِي -أَو: عَوْرَاتِي- وَآمِنْ رَوْعَاتِي، اللَّهُمَّ احْفَظْنِي مِنْ بَيْنِ يَدَيَّ، وَمِنْ خَلْفِي، وَعَنْ يَمِينِي، وَعَنْ شِمَالِي، وَمِنْ فَوْقِي، وَأَعُوذُ بِعَظَمَتِكَ أَنْ أُغْتَالَ مِنْ تَحْتِي».

[صحيح] - [رواه أبو داود والنسائي وابن ماجه وأحمد] - [سنن أبي داود: 5074]
المزيــد ...

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به دا دعاګانې سبا او بیګا نه پرېښودلې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَافِيَةَ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِي دِينِي وَدُنْيَايَ وَأَهْلِي وَمَالِي، اللَّهُمَّ اسْتُرْ عَوْرَتِي -أَو: عَوْرَاتِي- وَآمِنْ رَوْعَاتِي، اللَّهُمَّ احْفَظْنِي مِنْ بَيْنِ يَدَيَّ، وَمِنْ خَلْفِي، وَعَنْ يَمِينِي، وَعَنْ شِمَالِي، وَمِنْ فَوْقِي، وَأَعُوذُ بِعَظَمَتِكَ أَنْ أُغْتَالَ مِنْ تَحْتِي». «یا الله! زه له تانه په دنیا او آخرت کې د سلامتیا سوال کوم، یا الله! زه له تانه په خپل دین، دنیا، کورنۍ او مال کې د بخښنې او سلامتیا سوال کوم، یا الله! زما شرمګاه - او یا شرمګاوې په پرده کې وساته، او زما وېره په امن بدله کړه، یا الله زما د مخې، زما د شا، زما د ښي اړخ، زما د چپ اړخ، زما د پاسه او د لاندې له خوا زما ساتنه وکړه، او ستا په لویۍ پناه نیسم له دې چې د لاندې له خوا ترور شم.

[صحيح] - - [سنن أبو داود - 5074]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به سبا او بېګا مهال دا دعاګانې نه پرېښودلې:
(اللهم إني أسألُكَ العافيةَ) (یا الله! زه له تا څخه عافیت غواړم) له ناروغیو، مصیبتونو، دنیاوي سختیو او له دیني خواهشاتو او فتنو څخه په (دنیا او آخرت) کې، هغه فتنې چې اوس شتون لري او هغه چې په راتلونکې کې به پېښیږي.
(یا الله! زه له تا څخه بخښنه) او د ګناهونو له منځه وړل او له هغو تېرېدل غواړم، او له تا څخه له هر ډول نېمګړتیاوو څخه (زما په دين) کې لکه: له شرک، بدعت او ګناهونو څخه، (او زما په دنیا کې) له مصیبتونو، ضررونو او شرونو څخه سلامتیا غواړم، او زما په (کورنۍ کې) چې زما ښځې، اولادونه او خپلوان دي، او (زما په مال) او عمل کې درڅخه د عافیت سوال کوم.
(اللهم استرْ عَوراتي) یا الله! زما د عورتونو پرده وکړه، او هغه عیبونه او نېمګړتیاوې چې په ما کې دي، او زما ګناهونه پاک کړه، (او ما له وېرې په امن کې کړه) خوف او وېره راڅخه لرې کړه.
(اللهم احفظْني) یا الله! زما ساتنه وکړه، او ما له ضرر او مصیبت څخه وساته؛ هغه ضررونه چې (زما په وړاندې، زما د شا له خوا، زما له ښي اړخ څخه، زما له کیڼ اړخ څخه او زما له پورته خوا) ماته متوجه دي. نو (رسول الله صلی الله علیه وسلم) د الله تعالی څخه سوال وکړ چې له ټولو خواوو یې ساتنه وکړي؛ ځکه چې مصیبتونه او آفتونه انسان ته یوازې له همدې لارو رسیږي.
(وأعوذُ بعظمتك أن أُغْتَال) او ستا په لویۍ پناه نیسم چې د لاندې له خوا ونیول شم او یا هلاک شم؛ داسې چې ځمکه مې کش کړي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي رومانیایي ژباړه اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې د پیروۍ له مخې د دې کلماتو په ویلو پابندي.
  2. لکه څنګه چې انسان ته امر شوی چې له الله تعالی څخه په دين کې خېر وغواړي همداسې ورته امر شوی چې په دنيا کې هم د عافیت سوال وکړي.
  3. طیبي رحمه الله فرمایلي: شپږ خواوې یې په عامه توګه یادې کړې، ځکه چې انسان ته آفتونه له همدې خواوو رسیږي، او د لاندې له خوا مصیبت څخه یې په پنا غوښتلو کې مبالغه ځکه وکړه چې ډېر بد وي.
  4. د سهار مهال اذکارو وییلو لپاره غوره ده چې د سهار له راختو څخه تر لمر راختلو پورې وویل شي چې د ورځې پيل وي، او بېګا مهال د مازدیګر د لمانځه نه وروسته تر لمر لوېدو ته نږدې وخت پورې، خو که له دې وروسته یې وویل یعنې: چې سهار مهال یې د څاښت راختلو وروسته وویل هم ترې منل کیږي، او که له ماسپښین نه وروسته یې وویل هم صحیح ده، او که له ماښام وروسته یې وویل هم صحیح ده، ځکه دا هم د ذکر لپاره وخت دی.
  5. په يو خاص وخت کې چې د يو ذکر لپاره دليل وي لکه د سورت البقرې اخري دوه ايتونه نو دا به د لمر پريوتو څخه وروسته د شپې لخوا ويل کېږي.