+ -

عَنِ أَبِي مُوسَى رضي الله عنه، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ كَانَ يَدْعُو بِهَذَا الدُّعَاءِ:
«رَبِّ اغْفِرْ لِي خَطِيئَتِي وَجَهْلِي، وَإِسْرَافِي فِي أَمْرِي كُلِّهِ، وَمَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنِّي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي خَطَايَايَ، وَعَمْدِي وَجَهْلِي وَهَزْلِي، وَكُلُّ ذَلِكَ عِنْدِي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ، أَنْتَ المُقَدِّمُ وَأَنْتَ المُؤَخِّرُ، وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 6398]
المزيــد ...

له ابو موسی رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دې دعا سره دعا کوله:
«رَبِّ اغْفِرْ لِي خَطِيئَتِي وَجَهْلِي، وَإِسْرَافِي فِي أَمْرِي كُلِّهِ، وَمَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنِّي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي خَطَايَايَ، وَعَمْدِي وَجَهْلِي وَهَزْلِي، وَكُلُّ ذَلِكَ عِنْدِي، اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ، أَنْتَ المُقَدِّمُ وَأَنْتَ المُؤَخِّرُ، وَأَنْتَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ». "زما ربه! ماته زما ګناهونه او ناپوهي، په ټولو چارو کې زما اسراف او هغه څه چې ته پرې زما څخه ښه پوهېږې وبښې، یا الله ما ته زما ګناهونه وبښې؛ هغه چې ما په قصد او یا سهوې او خطا سره کړي دي، او دا ټول زما سره دي، یا الله ما ته زما هغه ګناهونه وبښې چې ما پخوا کړي دي او یا یې وروسته کوم، هغه چې ما په ښکاره کړي او هغه چې ما پټ کړي، ته مخکې کوونکی (د خېر د کارونو توفیق ورکوونکی) او ( د خېر له کارونو وروسته کوونکی یې چالره چې وغواړې)او ته پر هر څه قادر یې.

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 6398]

تشریح

د رسول الله صلى الله عليه وسلم له هر اړخيزه دعاګانو څخه يوه دا هم وه:
"رب اغفر لي خطيئتي" وذنبي، "وجهلي" وما وَقَع مِنِّي بدون علم. "ربه، زما ګناه وبخښه" او زما "ناپوهي" او هغه څه چې زما په ناپوهۍ شوي دي.
"او زما په ټولو چارو کې زما اسراف" او زما غفلت او له حده تېرېدل.
"او هغه څه چې ته پرې زما څخه ښه خبر یې" ته پرې پوه شوی یې یا الله، او زما هېر دی.
"اې الله، ماته زما تېروتنې او قصدي ګناهونه وبخښه" او هغه چې په قصدي توګه زما څخه شوي دي، او هغه چې زه پوهېدم چې دا ګناه ده.
" زما قصدي ګناهونه او هغه چې په ټوکه کې شوي دي " او هغه چې زما څخه په ټوکو او په دواړو حالتونو کې شوي دي.
"وكل ذلك عندي" او دا ټول زما سره دي، ځکه چې ټول یاد شوي ګناهونه او عیبونه یې راونغاړل.
"اللهم اغفر لي ما قدمت" یا الله ماته د مخکنیو(ګناهونو) بخښنه وکړې، هغه چې تېر شوي، "وما أخرت" او هغه چې وروسته راڅخه کېږي، چې په راتلونکي کې به راځي.
"وما أسررت" او هغه چې ما پټ کړي" "وما أعلنت" او هغه چې ما ښکاره کړي.
"أنت المقدم وأنت المؤخر" " ته مخته کوونکی او ته وروسته کوونکی یې، له خپلو بندګانو څخه چې چالره وغواړې نو په خپل توفیق سره یې مهربانۍ او ستا د خوښې وړ کړنو ته ورمخکې کوې، او چا لره چې وغواړې نو په ذلیل کولو سره یې وروسته کوې، نو څوک چې تا وروسته کړی وي هغه لره مخته کوونکی نشته، او څوک دې چې تا مخته کړی وي هغه لره وروسته کوونکی نشته.
"وأنت على كل شيء قدير" او ته په هر څه قادر یې، قدرت دې پوره او اراده دې بشپړه ده، هر څه چې وغواړې هغه کولی شې.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي آسامي هالنډي ژباړه ګجراتي اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د دې دعا فضیلت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر پیروۍ ټینګار.
  2. له اسراف څخه ممانعت او دا چې اسراف کوونکی د سزا وړ دی.
  3. الله تعالی د انسان پر حال له هغه څخه ښه پوه دی، نو باید چې خپل کارونه الله ته وسپاري؛ ځکه کېدی شي چې غلط شي په داسې حال کې چې نه به پوهیږي.
  4. کله انسان په ټوکه هم نیول کیږي لکه څنګه چې په قصدي ګناه سره نیول کیږي، نو انسان باید په ټوکو کې پاملرنه وکړي او له احتیاط نه کار واخلي.
  5. ابن حجر العسقلاني وايي: ما (د دې حدیث) په ​​هېڅ روايت کې د دې دعا لپاره ځای نه دی موندلی مګر دا چې د ډېری روایتونو په وروستۍ برخه کې راغلي چې... هغه به دا دعا د شپې (تهجد) لمانځه کې وییله، او دا هم راغلي چې هغه به د لمانځه په اخر کې ویله، او په دې اړه په رواياتو کې اختلاف دی چې آيا له سلام نه مخکې يې ويله که وروسته؟ دواړه روایتونه راغلي دي.
  6. آیا رسول الله صلی الله علیه وسلم تېروتنه کوله چې بخښنه یې غوښتله؟ویل کېږي چې هغه دا کار د عاجزۍ او نفس په زغم عادت کولو لپاره کاوه، او یا دا چې هغه صلی الله علیه وسلم په بشپړه توګه د یو عمل نه تر سره کول او یا د هغه کار پرېښودل چې لومړیتوب یې درلوده ګناه شمېرلې ده، یا دا چې موخه هغه کارونه و چې په سهوه کې ترې تر سره شوي دي، یا هغه چې له نبوت څخه وړاندې وو، او داسې هم ویل شوي چې: بښنه غوښتل عبادت دی نو کول یې واجب دي، نه دا چې د بخښنې غوښتلو په موخه وي بلکه د عبادت په موخه. او داسې هم ویل شوي چې: پدې کې یې د امت لپاره خبرداری او تعلیم دی؛ هسې نه چې ځان خوندي احساس کړي او بخښنه غوښتل پرېږدي.