عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضيَ اللهُ عنهما أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَقُولُ:
«اللهُمَّ لَكَ أَسْلَمْتُ، وَبِكَ آمَنْتُ، وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ، وَإِلَيْكَ أَنَبْتُ، وَبِكَ خَاصَمْتُ، اللهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِعِزَّتِكَ، لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ أَنْ تُضِلَّنِي، أَنْتَ الْحَيُّ الَّذِي لَا يَمُوتُ، وَالْجِنُّ وَالْإِنْسُ يَمُوتُونَ».
[صحيح] - [متفق عليه، وهذا لفظ مسلم ورواه البخاري مختصرًا] - [صحيح مسلم: 2717]
المزيــد ...
د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ به ویل:
اې الله ! تاته مې غاړه اېښودلې، پر تا مې ایمان راوړی، پر تا مې توکل کړی، تا ته مې رجوع کړې او ستا لپاره مې شخړه کړې، اې الله ! زه د ستا په عزت پناه غواړم چې ستا پرته بل معبود نشته - لدې ما ګمراه کړې، ته هغه ژوندی ذات یې چې هېڅکله نه مرې، حال دا چې پیریان او انسانان مري.
[صحيح] - - [صحیح مسلم - 2717]
د پېغمبر ﷺ له دعاګانو څخه یوه دا وه چې ویل به یې: «اې الله ! تاته مې غاړه اېښودلې( او فرمان منونکی دې یم)، پر تا مې ایمان راوړی، باور لرم او اقرار کوم، پر تا مې توکل کړی؛ چارې مې درسپارلي او پرتا مې تکیه ده، او تاته مې رجوع کړې او درګرځیدلی یم او تاته ته مې مخ کړی ( ستا لپاره مې جګړه کړې او ستا له دښمنانو سره مې دعوې کړي دي) اې الله ! زه ستا په عزت، ځواک او غلبې پناه نیسم- پدې چې ستا پرته بل حق معبود یعنې د بندګۍ وړ ذات نشته - له دې چې ما له سمې لارې ګمراه کړې او لدې څخه راڅخه ناراضه شې، ( ته تلپاتې ژوندې ذات یې چې نه مرې او نه پناه کېږې، (حال دا چې انسانان او پيریان مري.