عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المُؤْمِنين رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، قَالَتْ:
مَا رَأَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مُسْتَجْمِعًا قَطُّ ضَاحِكًا، حَتَّى أَرَى مِنْهُ لَهَوَاتِهِ، إِنَّمَا كَانَ يَتَبَسَّمُ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 6092]
المزيــد ...

له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې:
ما هېڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم په خندا کې په دومره مبالغه نه دی لیدلی چې د ستوني غوښه یې ښکاره شي، بلکې مسکا به یې کوله.

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 6092]

تشریح

عائشه رضي الله عنها فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خندا کې دومره مبالغه نه کوله چې د ستونې پورتنۍ غوښه یې ښکاره شي، هغه چې په ستونې کې له پاسه راځوړنده وي، بلکې مسکا به یې کوله.

د حديث له ګټو څخه

  1. کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خوشحاله شو او یا به یې یو شی خوښ شو نو د مسکا په ډول به یې خندا کوله.
  2. ابن حجر فرمایي: هېڅکله مې په خندا کې ډوب نه دی لیدلی چې بشپړه خندا وکړي.
  3. زیاته خندا او په لوړ اواز په خټ خټ خندل د نېکانو خلکو صفت نه دی.
  4. ډېره خندا د ملګرو تر منځه د انسان هیبت او وقار له منځه وړي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (47)