عَن أَبي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَنْ قَالَ: رَضِيتُ بِاللَّهِ رَبًّا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا، وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ».

[صحيح] - [رواه أبو داود] - [سنن أبي داود: 1529]
المزيــد ...

د ابوسعید الخدري رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
« چا چې وویل: زه په الله (جل جلاله) د رب، په اسلام د دین او پر محمد ﷺ د رسول په توګه راضي او خوښ یم، نو جنت ورته واجب شو».

[صحيح دی] - [ابو داود روايت کړی دی] - [سنن ابو داود - 1529]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک ووايي: «زه په الله جل جلاله د رب، معبود مربي، مالک بادار او اصلاح کوونکي په توګه خوښ یم «په اسلام د دین په توګه» یعني د اسلام په ټولو حکمونو؛ که اوامر دی یا نواهي، د دین، ملت، او شریعت په توګه په عقیده او اطاعت سره منم او پرې خوښ یم «او په محمد صلی الله علیه وسلم د رسول په توګه خوښ یم» چې د هغه ټول رسالت، پیغام او لارښوونې چې موږ ته یې راوړي، په ایمان او پیروۍ سره منم؛ نو داسې انسان ته جنت واجب شوی دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. د دې ذکر په ویلو ټینګار، او د هغه ثواب په اړه وضاحت چې پرې مرتبېږي.
  2. په الله د رب په توګه راضي کېدل دا معنا لري چې څوک له هغه سپېڅلي ذات پرته د بل چا عبادت ونه کړي.
  3. په محمد صلی الله علیه وسلم د نبي او رسول په توګه راضي کېدل د هغه صلی الله علیه وسلم د پيروۍ او سنت ته یې د غاړې اېښودلو معنا لري.
  4. په اسلام د دین په توګه راضي کېدل، په هغه څه خوښي او رضایت دی چې الله تعالی خپلو بندګانو ته غوره کړی دی.
  5. په اذان کې د شهادتینو اورېدو پر مهال دا دعا مستحب ده، لکه څنګه چې په نورو روایتونو کې یادونه شوې ده.
  6. په بل حدیث کې راغلي چې سهار او بېګا د دې دعا ویل مستحب دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اندونیسیایي بنګالي نور (34)