1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. عقیده

حدیث تل به زما د امت یوه ډله برلاسي وي، تر دې چې د الله امر راشي، او دوی به همداسې برلاسي وي

عَنِ المُغِيرَةِ بْنِ شُعْبَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لاَ يَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي ظَاهِرِينَ، حَتَّى يَأْتِيَهُمْ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ ظَاهِرُونَ».

له مغیره بن شعبة رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«تل به زما د امت یوه ډله برلاسي وي، تر دې چې د الله امر راشي، او دوی به همداسې برلاسي وي».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 7311

تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې زما د امت یوه ډله به تل پر خلکو برلاسې وي، پر خپلو مخالفینو به غالبه وي، تر دې چې د الله امر راشي – یعنې د دوی ارواح الله تعالی واخلي – د دنیا د پای پر مهال، مخکې له دې چې قیامت راشي.

د حديث له ګټو څخه

  1. دا د نبي صلی الله علیه وسلم یوه ښکاره معجزه ده، ځکه دا صفت د نبي صلی الله علیه وسلم له زمانې راهیسې تر نن ورځې پورې الحمد لله پاتې دی، او همداسې به وي تر هغه وخته چې د الله امر راشي، لکه څنګه چې په حدیث کې ذکر شوی دی.
  2. پر حق د ثابت پاتې کېدو او پرې د عمل کولو فضیلت او پرې ټینګار.
  3. د دین ظهور دوه ډولونه لري: یا د دلیل، بیان، او وضاحت له لارې او یا د ځواک او جګړې له لارې، د دلیل او بیان له لارې ظهور تل پاتې دی، ځکه د اسلام دلیل قرآن دی او قرآن څرګند او پر هر څه غالب دی، خو دویم ډول ظهور، چې د ځواک او جګړې له لارې دی نو دا ایمان او ځمکه کې واکمنۍ ته په لیدو دی.

د ژباړو راړول

40 ژبه
EN English الإنجليزية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية