عن أبي هريرة رضي الله عنه عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: "كَلِمَتَانِ خفيفتان على اللسان، ثقيلتان في الميزان، حبيبتان إلى الرحمن: سبحان الله وبحمده، سبحان الله العظيم".
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
أبو هریرة - رضي الله عنه - له رسول الله - صلی الله علیه وسلم- څخه روایت کوي فرمایي: "دوه کلمې دي چې په ژبه سپکې (آسانه) دي، په تله کې درندې دي، رحمان ذات ته ګرانې دي؛ سبحان الله وبحمده، سبحان الله العظیم".
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
پېغمبر - صلی الله علیه وسلم - پدې حدیث کې خبر ورکوي چې زمونږ رب رحمان - تبارک وتعالی - دا دوه کلمې خوښوي، سره لدې چې توري یې لږې دي او په تله کې درندې دي: سبحان الله وبحمده ، سبحان الله العظیم، - دا کلمې الله تعالی ته - د هغه څه له امله - خوښې دي - چې مشتملې دي د الله تعالی په پاکۍ د هرې نېمګړتییا او هغه څه څخه چې د هغه - پاک ذات - له شان سره نه ښایې ، او د عظمت په یادولو سره یې په پاکوالي د ټینګار( له امله ).