عَنْ ‌الزُّبَيْرِ بْنِ الْعَوَّامِ قَالَ:
لَمَّا نَزَلَتْ: {ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ} [التكاثر: 8]، قَالَ الزُّبَيْرُ: يَا رَسُولَ اللهِ، وَأَيُّ النَّعِيمِ نُسْأَلُ عَنْهُ، وَإِنَّمَا هُمَا الْأَسْوَدَانِ التَّمْرُ وَالْمَاءُ؟ قَالَ: «أَمَا إِنَّهُ سَيَكُونُ».

[حسن] - [رواه الترمذي وابن ماجه]
المزيــد ...

له زبیر بن العوام څخه روایت دی وایي:
لَمَّا نَزَلَتْ: {ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ} [التكاثر: 8]، قَالَ الزُّبَيْرُ: يَا رَسُولَ اللهِ، وَأَيُّ النَّعِيمِ نُسْأَلُ عَنْهُ، وَإِنَّمَا هُمَا الْأَسْوَدَانِ التَّمْرُ وَالْمَاءُ؟ قَالَ: «أَمَا إِنَّهُ سَيَكُونُ». کله چې دا آیت نازل شو {ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ} [التكاثر: 8] ،بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې پوښتنه كېږي ، نو زبیر وویل: اې د الله رسوله: هغه کوم نعمتونه دي چې زمونږ څخه به یې پوښتنه کیږي، پداسې حال کې چې یوازې دوه تور خواړه لرو چې یو یې خرما او بل یې اوبه دي؟ هغه وفرمایل: «خبردار اوسئ چې له همدې څخه به کیږي».

حسن - ترمذی روایت کړی دی

تشریح

کله چې دا آیت نازل شو: {ثم لتسألن يومئذ عن النعيم} {بیا په هغه ورځ به له تاسو څخه د نعمتونو په اړه پوښتنه وشي} هغه دا چې: له تاسو څخه به د هغه نعمتونو د شکر په اړه پوښتنه وشي چې الله تعالی تاسو ته درکړي دي، زبیر بن العوام رضی الله عنه وویل: اې د الله رسوله! هغه کوم نعمتونه دي چې په اړه به یې زمونږ څخه پوښتنه کیږي؟! یقینا چې دا خو دوه نعمتونه دي د دې وړ ندي چې په اړه یې پوښتنه وشي؟! چې هغه خرما او اوبه دي.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له تاسو څخه به په همدې حالت کې د نعمتونو په اړه پوښتنه وشي چې تاسو په کې یاست، ځکه چې دا د الله تعالی له نعمتونو څخه دوه لوی نعمتونه دي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله تعالی په نعمتونو باندې د شکر ادا کولو ټینګار.
  2. نعمتونه هغه څه دي چې د قيامت په ورځ به یې په اړه له بنده څخه پوښتنه وشي، هغه که لږ وي او یا ډېر.
نور