عَنْ ابْنَ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«إِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَصُومُوا، وَإِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَأَفْطِرُوا، فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَاقْدُرُوا لَهُ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1900]
المزيــد ...

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې فرمایل یې:
"کله مو چې ولیده (میاشت)، نو روژه شئ، او کله مو چې ولیده نو بوزه شئ، او که چېرته درباندې ورېځ شوه نو حساب ورته ونیسئ".

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 1900]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د رمضان د میاشتې د داخلېدو او پای ته رسېدو د علامې په اړه وضاحت ورکړی او فرمایلي یې دي: کله مو چې د رمضان میاشت ولیده نو روژه شئ، او که چېرته ستاسو او د میاشتې تر منځ ورېځ راغله او درڅخه پټه شوه نو د شعبان د میاشتې دیرش ورځې وشمېرئ، او کله مو چې د شوال میاشت ولیده نو بوزه شئ، او که چېرته ستاسو او د میاشتې تر منځ ورېځ راغله نو د رمضان د میاشتې دېرش ورځې وشمېرئ.

د حديث له ګټو څخه

  1. (د میاشتې) د داخلېدو لپاره د میاشتې په لیدو تکیه کول، نه پر محاسبې.
  2. ابن المنذر پدې اړه اجماع رانقل کړې ده چې د رمضان د میاشتې روژه هغه مهال واجب نه ده چې یوازې حساب ورته ونیول شي او د میاشتې لیدل پکې نه وي.
  3. د شعبان د میاشتې دېرش ورځې پوره کول هغه مهال واجب دي؛ کله چې د میاشتې د لیدو پر وړاندې ورېځې راشي.
  4. قمري میاشت نهه ویشت او یا دېرش ورځې وي.
  5. د رمضان میاشت هغه مهال دېرش ورځې روژه نیول واجب دي؛ کله چې د شوال میاشتې د لیدو پر وړاندې ورېځ او یا بل څه راشي.
  6. څوک چې په داسې یو ځای کې وي چې د روژې په اړه د مسلمانانو د کتلو لپاره څوک نه وي او یا هم داسې خلک وي چې هغوی یې ضایع کوي، نو ده ته په کار دي چې دا مساله مراعت کړي او د هغه چا پسې وګرځي چې په خپل رویت روژه نیسي او یا یې د داسې یو چا په رویت نیسي چې اعتبار پرې لري؛ نو پر همدې اساس به هم روژې نیسي او هم به یې بوزه کوي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (49)
نور