عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«رَغِمَ أَنْفُ رَجُلٍ ذُكِرْتُ عِنْدَهُ فَلَمْ يُصَلِّ عَلَيَّ، وَرَغِمَ أَنْفُ رَجُلٍ دَخَلَ عَلَيْهِ رَمَضَانُ ثُمَّ انْسَلَخَ قَبْلَ أَنْ يُغْفَرَ لَهُ، وَرَغِمَ أَنْفُ رَجُلٍ أَدْرَكَ عِنْدَهُ أَبَوَاهُ الكِبَرَ فَلَمْ يُدْخِلاَهُ الجَنَّةَ».
[صحيح] - [رواه الترمذي وأحمد] - [سنن الترمذي: 3545]
المزيــد ...
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې پر وړاندې یې زما یادونه وشي او پر ما درود و نه ووایي، د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې رمضان پرې راشي او مخکې له دې ترې ووځي چې بخښنه ورته نه وي شوي، او د هغه چا پوزه دې په خاورو ککړه شي چې مور او پلار یې زړښت ته ورسېږي او د هغوی د (خدمت په پایله) کې جنت ته داخل نه شي».
[صحيح] - - [سنن ترمذی - 3545]
رسول الله صلی الله علیه وسلم درې ډوله خلکو ته ښېراوې وکړې چې پوزه دې یې په خاورو ککړه شي یعنې په ذلت، سپکوالي او تاوان کولو سره: لومړی ډول: هغه څوک چې پر وړاندې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم یادونه وشي خو هغه پرې درود و نه وايي، یعنې: «صلى الله عليه وسلم» یا ورته نورو الفاظو سره. په چا چې د روژې میاشت راشي او مخکې لدې چې بخښنه ورته وشي میاشت ترې لاړه شي، یعنې په عبادت کې د نېمګړتیاوو له امله. درېیم: هغه سړی چې مور او پلار یې د زړښت پر مهال ژوندي وو، خو د ده د نافرمانۍ او په حق کې یې د کوتاهۍ له امله هغوی دواړه دده لپاره جنت ته د داخلېدو سبب ونه ګرځېدل.