+ -

عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ بُسْرٍ رضي الله عنه أَنَّ رَجُلاً قَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ إِنَّ شَرَائِعَ الإِسْلاَمِ قَدْ كَثُرَتْ عَلَيَّ، فَأَخْبِرْنِي بِشَيْءٍ أَتَشَبَّثُ بِهِ، قَالَ:
«لاَ يَزَالُ لِسَانُكَ رَطْبًا مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ».

[صحيح] - [رواه الترمذي وابن ماجه وأحمد] - [سنن الترمذي: 3375]
المزيــد ...

له عبدالله بن بسر رضي الله عنه څخه روایت دی چې یو سړي وویل: اې د الله رسوله! یقینا چې د اسلام احکام پر ما ډېر شوي دي، نو ماته داسې یو څه راوښیه چې زه پرې په ټینګه عمل وکړم، هغه وفرمایل:
«لاَ يَزَالُ لِسَانُكَ رَطْبًا مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ». "ستا ژبه دې تل د الله په یادولو لنده وي".

[صحيح] - - [سنن ترمذی - 3375]

تشریح

یو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شکایت وکړ چې نفلي عبادتونه پرې زیات شوي دي تر دې چې د کمزورۍ له امله یې نه شي ادا کولای، بیا یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې داسې یو ساده عمل ته یې لارښوونه وکړي چې اجر یې ډېر وي، نو دی به پرې په دوامداره توګه ټینګار وکړي.
نو هغه ته رسول الله - صلی الله علیه وسلم - لارښوونه وکړه چې په هر وخت او حالاتو کې د الله تعالی په یادولو سره خپله ژبه تازه او خوځنده وساتي لکه: تسبیح (سبحان الله) ویل، تحمید (الحمد لله) ویل، استغفار (استغفر الله) ویل او داسې نور.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په دوامداره توګه د الله تعالی د ذکر فضیلت.
  2. د ثواب ګټلو د وسیلو اسانتیا د الله جل جلاله یوه لویه لورینه ده.
  3. د خېر او نیکۍ په کارونو کې له برخمنېدو څخه د بندګانو توپیر او یو پر بل غوره والی.
  4. د زړه په هماهنګۍ سره په ژبه د الله تعالی ډېر یادول؛ په سبحان الله، الحمد لله، لا اله الا الله، الله اکبر او داسې نورو الفاظو سره د ډېرو نفلی عملونو ځای نیسي.
  5. هغه صلی الله علیه وسلم د پوښتونکو حالاتو ته په لیدو هر یو ته داسې ځواب ورکاوه چې د هغه له حالت سره به برابر و.
نور