عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعًا: «اسْتَنْزِهوا من البول؛ فإنَّ عامَّة عذاب القبر منه».
[صحيح] - [رواه الدارقطني]
المزيــد ...

له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: « له تشو متیازو ( بولو ) څخه ځان وساتئ، ځکه په عامه توګه د قبر عذاب له همدې څخه وي».
صحيح - دار قطني روايت کړی دی

تشریح

رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په دې حدیث کې مونږ ته د قبر د عذاب یو لامل راښایي، چې تر ټولو عام دی، هغه له: تشو متیازو (ادرار) څخه د ځان نه ساتل او نه پاکول دي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ياباني آسامي ألباني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. له تشو متیازو څخه په ځان ساتلو او لرې کیدلو ټینګار، تر څو یې ځان او یا کالي پرې ککړ نه شي.
  2. په بیړه وینځل او ترې ځان پاکول غوره دی، او له هغه حخه پاکوالی وروسته لدې چې پرې ککړ شي، تر څو د ځان سره پلیتي ونه ګرځوي، او د لمانځه پر مهال یې لرې کول واجب دی.
  3. متیازې ناپاکه دي، کله چې بدن، جامو او یا ځای ته ورسیږي ناپاکه کوي یې؛ نو پدې سره لمونځ نه صحیح کیږي؛ ځکه چې د لمانځه له شرطونو څخه یو له نجاست څخه پاکوالی دی.
  4. له متیازو څخه ځان نه ساتل له کبیره ګناهونو څخه دی.
  5. د قبر د عذاب ثبوت، او دا په قرآن، سنت او اجماع سره ثابت دی.
  6. په آخرت کې د بدلې ثبوت، د آخرت لومړی مرحله قبرونه دي، نو قبر: یا د جنت له باغچو څخه یوه باغچه او یا د دوزخ له کندو څخه یوه کنده ده.