عَنْ عَمْرِو بْنُ سُلَيْمٍ الأَنْصَارِيُّ قَالَ: أَشْهَدُ عَلَى أَبِي سَعِيدٍ قَالَ: أَشْهَدُ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«الغُسْلُ يَوْمَ الجُمُعَةِ وَاجِبٌ عَلَى كُلِّ مُحْتَلِمٍ، وَأَنْ يَسْتَنَّ، وَأَنْ يَمَسَّ طِيبًا إِنْ وَجَدَ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 880]
المزيــد ...

له عمرو بن سلیم الانصاري رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه په ابو سعید شاهدي ورکوم چې هغه ویلي: زه په رسول الله صلی الله علیه وسلم شاهدي ورکوم چې هغه فرمایلي:
«د جمعې په ورځ پر هر بالغ غسل کول واجب دي او باید چې مسواک ووهي، خوش بویي ولګوي که وموندل شي».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 880]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړې ده چې د جمعې په ورځ غسل کول لکه د یو واجب عمل په څېر پر هر بالغ مسلمان چې د جمعې لمونځ پرې فرض دی لازم دی. او دا چې په مسواک او یا بل څه سره خپل غاښونه پاک کړي. او دا چې یو ډول خوشبویي ولګوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د جمعې په ورځ د هر بالغ مسلمان لپاره غسل کول په ټېنګه مستحب عمل دی.
  2. پاکوالی او د بد بویۍ لرې کول د اسلامي شریعت له مخې د یو مسلمان لپاره اړین دي.
  3. د جمعې د ورځې عظمت او د هغې لپاره تیاری نیول.
  4. د جمعې په ورځ مسواک وهل ټینګ مستحب عمل دی.
  5. د جمعې لمانځه ته له تللو وړاندې یو ډول خوشبویي لګول مستحب دي.
  6. ښځه چې کله له کور څخه د لمانځه یا بل څه لپاره وځي نو خوشبویي لګول ورته روا ندي؛ ځکه په سنتو سره د دې کار حراموالی ثابت دی.
  7. محتلم بالغ ته وایي او بلوغ په ځینو نښانو سره واقع کیږي چې په دریو نښانو کې ښځینه او نارینه سره ګډ دي. لومړۍ یې: د پنځلس کلنۍ عمر ته رسیدل، دویمه دا چې د شرمګاه خواوشا یې زیږ ویښتان راشنه شي، دریمه دا چې په خوب کې او یا شهوت سره ترې مني ووځي او څلورمه نښانه یې د ښځینه و لپاره ځانګړې ده چې هغه حېض دی، نو کله چې ښځه حېض شوه هغه بالغه ده.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (54)