عَنْ أَبِي قَتَادَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَا يُمْسِكَنَّ أَحَدُكُمْ ذَكَرَهُ بِيَمِينِهِ وَهُوَ يَبُولُ، وَلَا يَتَمَسَّحْ مِنَ الْخَلَاءِ بِيَمِينِهِ، وَلَا يَتَنَفَّسْ فِي الْإِنَاءِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 267]
المزيــد ...

له ابو قتادة-رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:
«په تاسو کې دې هېڅوک د ادرار کولو پر مهال ښی لاس خپلې تناسلي آلې ته نه وروړي او نه دې په ښي لاس د حاجت ځای پاکوي او نه دې په لوښي کې پوکی کوي».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 267]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینې آداب بیان کړل: چې یو سړی دې د تشو متیازو کولو پر مهال خپله تناسلې آله په ښي لاس کې نه نیسي، او نه دې په ښي لاس د تناسلي آلې يا مقعد څخه نجاست لرې کوي، ځکه چې ښي لاس د نیکو کارونو لپاره چمتو شوی دی، همدارنګه یې لدې څخه منع فرمایلې ده چې د څښاک په لوښي کې د څښلو پر مهال ساه واخیستل شي.

د حديث له ګټو څخه

  1. په آدابو او پاکوالي کې د اسلام لومړیتوب.
  2. د ناپاکو څیزونو څخه ډډه کول، که اړ و چې باید دا کار وکړي، نو په چپ لاس دې وکړي.
  3. پر چپ لاس د ښي لاس د عزت او فضیلت بیانول.
  4. د اسلامي شريعت بشپړتیا او د هغه د تعليماتو هر اړخیزوالی.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (53)