عن جرير بن عبد الله رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«مَنْ لَا يَرْحَمِ النَّاسَ لَا يَرْحَمْهُ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 2319]
المزيــد ...

له جریر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"څوک چې پر خلکو رحم نه کوي، الله تعالی به پر هغه رحم ونه کړي".

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 2319]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: هغه څوک چې پر خلکو رحم نه کوي، د الله تعالى له لوري پر هغه رحم نه کېږي، نو په مخلوق باندې د بنده رحم د الله تعالی د رحمت د تر لاسه کولو له سترو لاملونو څخه دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. رحمت د ټولو مخلوقاتو لپاره اړین دی، مګر خلک د پاملرنې له امله په ځانګړې توګه یاد شوي دي.
  2. الله تعالی ډېر مهربان ذات دی او په خپلو مهربانو بندګانو رحم کوي، نو د کار بدله د هغه له جنس څخه وي.
  3. په خلکو ترحم؛ هغوی ته خیر رسولو، له هغوی څخه د بدۍ مخنیوي او له هغوی سره ښه چلند کولو ته شاملیږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (67)
نور