کله چې الله تعالی د یو بنده په اړه په یوه ځمکه کې د هغه د مرګ پرېکړه وکړي، نو هغې ځمکې ته د ورتګ لپاره ورته اړتیا پیدا کړی شي
کله چې انسان مړ شي نو عمل یې قطع کیږي پرته له درېو څېزونو څخه: جاریه صدقه، علم چې ګټه ترې اخېستل کیږي، او صالح اولاد چې دعا ورته وکړي
په جنازه کې بیړه وکړئ، ځکه که مړی صالح وي، نو غوره انسان دی چې تاسو یې لېږئ؛ او که له دې پرته بل ډول وي، نو یو بد بار دی چې له خپلو اوږو یې کوزوئ
بېشکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغو ښځو نه بېزاري ښکاره کړې ده چې د مصیبت پر مهال چغې وهي، سرونه خريي او خپل وېښتان باسي او یا ګرېوانونه څيرې کوي