عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المؤْمنينَ رَضيَ اللهُ عنها قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي مَرَضِهِ الَّذِي لَمْ يَقُمْ مِنْهُ:
«لَعَنَ اللهُ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى، اتَّخَذُوا قُبُورَ أَنْبِيَائِهِمْ مَسَاجِدَ» قَالَتْ: فَلَوْلَا ذَاكَ أُبْرِزَ قَبْرُهُ، غَيْرَ أَنَّهُ خُشِيَ أَنْ يُتَّخَذَ مَسْجِدًا.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 529]
المزيــد ...

د مؤمنانو له مور عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغې ناروغۍ په حالت کې چې ترې روغ نه شو (یعني په هماغه ناروغۍ کې وفات شو)، وفرمایل:
«په یهودو او نصاراو دې د الله تعالی لعنت وي، هغوی د خپلو پیغمبرانو له قبرونو جوماتونه جوړل کړل» عایشه رضي الله عنها وايي: که دا خبره نه وای (یعني دا منع او خبرداری)، نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم قبر به ښکاره شوی وای، خو دا وېره پېدا شوه چې جومات ترې جوړ نه شي.

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 529]

تشریح

عایشه رضي الله عنها، د مؤمنانو مور، روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلې وروستۍ سختې ناروغۍ په حالت کې، چې پکې وفات شو، وفرمایل: «الله دې یهود او نصارا لعنت کړي او له خپل رحمته دې وشړي؛ ځکه هغوی د خپلو پیغمبرانو قبرونه جوماتونه وګرځول» — یعنې یا یې پر قبرونو مسجدونه جوړول، یا یې د قبرونو پر لور لمونځ کاوه، یا یې د قبرونو ترڅنګ لمونځ کاوه. بیا عایشې رضي الله عنها وویل: که د رسول الله صلی الله عليه وسلم له لورې دا منع او خبرداری نه و راغلی، او صحابه له دې نه وو وېرېدلي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له قبر سره به هماغسې چلند وشي لکه څنګه چې یهودو او نصاراوو د خپلو پیغمبرانو له قبرونو سره کړی، نو د هغه قبر به بارز او ښکاره کړای شوی و.

د حديث له ګټو څخه

  1. دا د هغه له وروستیو وصیتونو څخه دی، چې د دې خبرې پر اهمیت او پاملرنې دلالت کوي.
  2. په قبرونو د جوماتونو جوړولو، او له جنازې پرته د لمونځ لپاره د قبرونو قصد کولو په اړه سخت ممانعت او شدید تحریم راغلی دی؛ ځکه دا کار د مړي تعظیم ته لاره هواروي، لکه د هغه له قبر څخه طواف کول، د قبر له دیوالونو سره ځان مږل، او د مړي په نوم غږ کول چې دا ټول د شرک له اعمالو او وسایلو څخه دي.
  3. توحید ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم کلکه پاملرنه او لدې وېره چې د قبرونو تعظیم وشي، ځکه چې دا کار شرک ته لار هواروي.
  4. الله تعالی خپل نبي صلی الله عليه وسلم له دې څخه وساته چې د هغه پر قبر شرک وشي، نو الله تعالی صحابه کرام او وروسته راتلونکو ته الهام ورکړ چې د هغه قبر له سپړلو وساتي.
  5. د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وصیت د صحابه کرامو رضي الله عنهم عمل او توحید ته د دوی پاملرنه او پرې ټینګار.
  6. د یهودو او نصاراوو سره له مشابهت کولو نه سخت ممانعت، او دا چې په قبرونو ودانۍ جوړول د هغوی له عادتونو څخه دي.
  7. له قبرونو څخه د جوماتونو جوړولو یوه بڼه دا ده چې تر څنګه یې لمونځ وشي او یا د لمانځه پر مهال ورته مخ شي، که څه هم جومات نه وي جوړ شوی.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (40)
نور