عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَطَمَ الخُدُودَ، وَشَقَّ الجُيُوبَ، وَدَعَا بِدَعْوَى الجَاهِلِيَّةِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1294]
المزيــد ...

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"هغه څوک له موږ څخه نه دی چې مخونه وهي، ګرېوانونه څیري کوي او د جاهلیت په (الفاظو) خېراوې کوي".

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 1294]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د جاهليت د زمانې د خلکو له ځينو کړنو څخه منع فرمایلې او پدې وینا سره یې خبرداری ورکړی چې: هغه زموږ څخه نه دی:
لومړی: څوک چې غومبري وهي، او غومبری یې ځکه یاد کړ چې غالبا همدا ځای وهل کیږي، کنه د ټول مخ له وهلو منع راغلې ده.
او دویم: ګرېوان څیري کوي، ګرېوان هغه ځای دی چې په جامه کې د سر ننویستلو لپاره پرېښودل کیږي، دا کار د زیاتې بې صبرۍ له امله کوي.
او دریم: د جاهلیت د زمانې په الفاظو غږ پورته کول لکه د تعصب په پلمه د پلرونو او نیکونو یادول، یا د هلاکت او تباهۍ خېرا غوښتل او یا زړه بوګنوونکي خاطرې رایادول او یا په مړي ستاینې کول او د هغه مېړانې او محاسن یادول او داسې نور..

د حديث له ګټو څخه

  1. پدې حدیث کې دا ګواښ پدې معنا دی چې دا کړنې له کبیره ګناهونو څخه دي.
  2. پر مصیبت صبر کول واجب دي، او د الله تعالی په دردوونکي تقدیر ناراضه کېدل حرام دي، چې په ژړا، ستاینو، سر خریلو او ګرېوان څیري کولو سره وشي.
  3. په هغو چارو کې د جاهلیت د زمانې تقلید حرام دی چې شريعت د هغوی لپاره تصويب کړي نه وي.
  4. خفګان کول او ژړا باک نه لري، ځکه دا د الله تعالی په پرېکړه د صبر کولو سره مخالفت ښکاره کول نه دي، بلکې دا یو ډول رحمت دی چې الله تعالی د انسان په زړه کې د خپلوانو او دوستانو لپاره پیدا کړی دی.
  5. مسلمان باید د الله تعالی په پرېکړه خوښ اوسي، که چېرته پرې خوښ نه وي نو صبر کول پرې واجب دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (49)
نور