عن عائشة رضي الله عنها ، قالت: سَأَل رسول الله صلى الله عليه وسلم أُنَاسٌ عن الكُهَّان، فقال: «ليْسُوا بشيء» فقالوا: يا رسول الله إنهم يُحَدِّثُونَا أحْيَانَا بشيء، فيكون حَقَّا؟ فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «تلك الكلمة من الحَقِّ يخْطفُها الجِنِّي فَيَقُرُّهَا في أُذُنِ وليِّه، فَيَخْلِطُونَ معها مائة كَذِبَة». وفي رواية للبخاري عن عائشة رضي الله عنها : أنها سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: «إن الملائكة تَنْزِل في العَنَانِ -وهو السَّحَاب- فَتَذْكُرُ الأمر قُضِيَ في السماء، فَيَسْتَرِقُ الشيطان السَّمْعَ، فيسمعه، فيُوحِيَه إلى الكُهَّان، فيكذبون معها مائة كَذْبَة من عند أَنْفُسِهم».
[صحيح] - [الرواية الأولى: متفق عليها. الرواية الثانية: رواها البخاري]
المزيــد ...

له عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی فرمایي: ځینې خلکو له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه د کاهنانو په اړه پوښتنه وکړه، نو ویې فرماییل: هغوی هیڅ هم ندي، نو هغوی وویل: ای د الله رسوله! هغوی کله مونږ ته ځینې ویناوي کوي چې ریښتیا وي؟ نو رسول الله - صلی الله علیه وسلم- وفرمایل: هغه خبره یې له رښتیا څخه وي چې پیری یې په پټه واوري او د خپل بادار غوږ ته یې ورتېره کړي، نو هغوی ورسره سل دروغ نور ګډ کړي، او د بخاري په روایت کې له عائشې - رضي الله عنها - څخه روایت دی چې هغې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه واوریدل چې وییل یې: پرېښتې په عنان کې راښکته کیږي او هغه وریځې دي، نو د هغه چارې یادونه کوي چې په اسمان کې فیصله شوې وي، نو شیطان یې په پټه خبرې واوري، بیا یې هغوی کاهنانو ( غیب ویونکو ) ته ورسوي، نو هغوی ورسره له ځانه سل دروغه نور هم جوړ کړي.
صحيح - بخاري روايت کړی دی

تشریح

عائشة - رضي الله عنها - خبر ورکوي چې ځینې خلکو له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه د هغه خلکو په اړه پوښتنه وکړه چې په راتلونکې کې له غیبو خبر ورکوي نو ویې فرمایيل: پروا یې مه ساتئ او خبره یې مه منئ او چارو ته یې هیڅ ارزښت مه ورکوئ. نو هغوی وویل: د هغوی وینا د حقیقت سره سمه وي، نو هغه - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: پيریان د اسمان هغه خبرونه غلا کوي چې اوري یې، بیا له کاهنانو څخه خپلو بادارانو ته راکوزیږي او په هغه څه یې خبروي چې اوریدلې یې دي، بیا کاهن له آسمان څخه اوریدل شوو خبرو ته سل خبرې نورې ورزیاتې کړي. او د بخاري د روایت معنا دا ده چې پریښتې په آسمان کې د الله تعالی هغه پریکړې اوري چې له حوادثو څخه یې د زمکې د خلکو په اړه کوي بیا په وریځو کې راښکته کیږي، نو ځینې یې د ځینو نورو سره خبرې کوي، نو شیطان په غلا سره دا خبرونه واوري، بیا یې له کاهنانو څخه خپلو بادارانو ته راورسوي او په هغه څه یې خبر کړي چې اوریدلي یې دی، بیا کاهن هغه څه ته چې اوریدلې یې دي سل او یا زیات دروغ نور ورزیات کړي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په کاهنانو د باور کولو حراموالی او دا چې هغه څه چې دوی وايي دروغ او له ځانه جوړې شوې - ویناوې دي - اګر چې کله کله رښتیا ووایی.
  2. هغه څه چې د کاهنانو له ویناوو رښتیا وي، هغه دي چې پیریان یې په پټه اوري، او دوی به د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - له بعثت نه وړاندې اسمان ته نږدې کېناستل، هغه څه ته یې غوږ نیوه چې پورته په آسمانونو کې کېدل، خو د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم- د بعثت سره یې دا کار باطل شو او منعه شول خو بیا به یې هم د اوریدلو پلټنه کوله خو د اور په ستورو به ویشتل کېدل، دا هغه څه دي چې قرآن کریم یې په اړه خبر ورکړی.
  3. پېریان د ځان لپاره له انسانانو څخه دوستان نیسي.
  4. شیطانان اوس هم غوږ څارنه کوي، خو په ډیره کمه او نادره کچه تر دې چې د جاهلیت د وخت په پرتله د نش سره برابر دی.
نور