عن أنس رضي الله عنه قال:
كُنَّا عِنْدَ عُمَرَ فَقَالَ: «نُهِينَا عَنِ التَّكَلُّفِ».

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 7293]
المزيــد ...

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي:
مونږ د عمر رضی الله عنه سره وو، هغه وویل: موږ له تکلف څخه منع شوي یو.

[صحيح دی] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحيح البخاري - 7293]

تشریح

عمر رضي الله عنه فرمايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی د هغه څه له راکړې ورکړې څخه منع کړي دي چې له اړتیا پرته د تکلیف سبب ګرځي، هغه که وینا وي او یا عمل.

د حديث له ګټو څخه

  1. له هغه تکلف څخه چې حرام دی: ډېرې پوښتنې کول او یا دا چې هغه څه پسې تکلیف ویستل چې په اړه یې ورته پوهه نه وي او یا دا چې په داسې یو کار کې سختي وکړي چې الله جل جلاله اسانه کړی وي.
  2. مسلمان ته په کار دي چې په خبرو او عمل کې له بخښني او سختۍ نه کولو سره ځان عادت کړي: په خوراک، څښاک، خبرو او ټولو حالاتو کې.
  3. اسلام د آسانۍ دین دی.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (62)
نور