عن ابن عمر رضي الله عنهما:
أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَهَى عَنِ الْقَزَعِ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 5921]
المزيــد ...

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم له قزع څخه منع فرمایلې ده.

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 5921]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې منع فرمایلې چې ځینې ویښتان وخرییل شي او ځینې پرېښودل شي.
نهي ټولو نارینه و ته شامله ده؛ کوچنیان وي او که لویان، او د ښځې لپاره د سر خرییل نشته.

د حديث له ګټو څخه

  1. اسلامي شريعت د انسان ظاهر ته ارزښت ورکوي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (62)
نور