عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لَا صَلَاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الكِتَابِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 756]
المزيــد ...

له عبادة بن صامت رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«د هغه چا لمونځ صحیح ندی چې فاتحة الکتاب (الحمد لله ) یې نه وي لوستلي».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 756]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډاګه کوي چې له سورة الفاتحة ویلو پرته لمونځ نه صحیح کیږي، هغه په هر رکعت کې د لمانځه رکن دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. د الفاتحة پر ځای د بل څه لوستل نه صحیح کیږي، په داسې حال کې چې فاتحة لوستلی شي.
  2. هغه رکعت چې فاتحه پکې نه وي لوستل شوې باطل دی، هغه که په قصدي توګه وي، یا د ناپوهۍ له امله یا دا چې هېره یې شي، ځکه چې فاتحه رکن دی او رکن په مطلق ډول نه ساقطیږي.
  3. فاتحه یوازې له مقتدي څخه هغه وخت ساقطیږي چې امام په رکوع کې لاندې کړي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (54)