عَنْ أُمِّ عَطِيَّةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا قَالَتْ:
نُهِينَا عَنِ اتِّبَاعِ الجَنَائِزِ، وَلَمْ يُعْزَمْ عَلَيْنَا.
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1278]
المزيــد ...
له أم عطیة رضی الله عنها څخه روایت دی وایي چې:
موږ د جنازې پسې له تګ څخه منع شوي یو، خو زیات ټینګار راباندې ندی شوی.
[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 1278]
أم عطیة الأنصاریة رضي الله عنها وایي چې نبي صلی الله علیه وسلم ښځې د جنازې پسې له تلو څخه منع کړي دي؛ ځکه ویره شته چې دوی په فتنه کې واقع شي او یا د دوی له امله نور په فتنه کې واقع شي، او دا چې دوی کم صبره دي، بیا هغې رضي الله عنها وویل چې نبي صلی الله علیه وسلم پدې اړه دومره ټینګار ندی کړی لکه څومره به یې چې په نورو منهیاتو کې کاوه.