عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَالِكٍ ابْنِ بُحَيْنَةَ رضي الله عنه:
أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ إِذَا صَلَّى فَرَّجَ بَيْنَ يَدَيْهِ حَتَّى يَبْدُوَ بَيَاضُ إِبْطَيْهِ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 390]
المزيــد ...

له عبدالله بن مالک بن بحینة رضی الله عنه څخه روایت دی چې:
کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کاوه نو خپل لاسونه به یې - له بغلونو دومره - ازاد کړل چې د تخرګونو سپینوالی به یې ښکاره شو.

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 390]

تشریح

کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم سجده کوله نو د سجدې پر مهال به یې لاسونه سره ازاد کړل؛ نو هر لاس به یې له خپل بغل څخه جلا کړ، تر دې چې د تخرګونو د پوستکي رنګ به یې ښکاره شو. دا لکه د وزرونو په څېر له تشو څخه د څنګلو په لرې والي کې مبالغه ده.

د حديث له ګټو څخه

  1. دا حالت په سجده کې مستحب دی چې خپل بازوګان له بغلونو څخه لرې کړي.
  2. د کوم مقتدي په خوا کې چې لمونځ کوونکي ته د لاسونو په آزادولو ضرر رسیږي، نو دا کار ورته جایز نه دی.
  3. په سجده کې له تشو نه د لاسونو جلا کول حکمتونه او ډېرې ګټې لري، چې له جملې څخه یې: لمانځه ته هڅونه او لیوالتیا ده او دا چې څوک په ټولو اندامونو سجده وکړي نو هر غړي ته له عبادت څخه خپل حق ورکړل شي. او ویل شوي چې: په دې کې حکمت دا دی چې دا کار عاجزۍ ته ورته دی او پدې کې په ځمکه د تندي او پوزې لګول تر ټولو ډېر اغیزمن دي، او د دې لپاره چې هر غړی جدا جدا شي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (54)