عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسعودٍ رضي الله عنه عن رَسولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم قال:
«الطِّيَرَةُ شِرْكٌ، الطِّيَرَةُ شِرْكٌ، الطِّيَرَةُ شِرْكٌ، -ثلاثًا-»، وَمَا مِنَّا إِلَّا، وَلَكِنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ يُذْهِبُهُ بِالتَّوَكُّلِ.

[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي وابن ماجه وأحمد]
المزيــد ...

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«الطِّيَرَةُ شِرْكٌ، الطِّيَرَةُ شِرْكٌ، الطِّيَرَةُ شِرْكٌ، -ثلاثًا-»، وَمَا مِنَّا إِلَّا، وَلَكِنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ يُذْهِبُهُ بِالتَّوَكُّلِ. «بد فال نیول شرک دی، بد فال نیول شرک دی، بد فال نیول شرک دی،- درې ځلې» او زموږ څخه هېڅوک داسې نشته مګر دا چې، الله جل جلاله یې په توکل سره له منځه وړي.

صحيح - ابن ماجه روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د بد فال نیونې په اړه خبرداری ورکړی دی، او هغه بد انګېرل دي که هغه له اورېدلو څخه وي یا د لیدلو څخه، او یا له مرغانو، حیواناتو، مصیبت ځپلو، شمېرو، ورځو او داسې نورو څخه وي. خو له الوتونکي مرغه یې ځکه یادونه وکړه چې د جاهلیت په زمانه کې مشهور و، په اصل کې به چې کله هغوی په کوم کار پیل کاوه لکه سفر، سوداګري او داسې نور، نو مرغه به یې خوشې کړ، که چېرته به ښي لور ته والوت نو نیک فال به یې ونیوه او خپل کار پسې به روان شو، او که چېرته به چپ لورې ته والوت نو بد فال به یې ونیوه او له خپل کار څخه به لاس په سر شو. او خبر یې ورکړ چې دا کار شرک دی، او بد فال نیول لدې امله شرک ګڼل شوی؛ چې هر خیر الله پېښوي، او هېڅوک شر نه شي دفع کولی مګر یوازې یو الله دی چې شریک نه لري.
او ابن مسعود رضي الله عنه یادونه وکړه چې کېدای شي د مسلمان په زړه کې یو څه بد فال راشي، خو باید په الله جل جلاله یې په توکل کولو سره دفع کړي، د اسبابو له کارولو سره.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. بد فال نیونه شرک دی؛ ځکه چې فال نیونه کې له الله جل جلاله پرته زړه له بل څه سره تعلق پیدا کوي.
  2. د اړینو مسایلو تکرار، تر څو حفظ شي او په زړه کې ځای ونیسي.
  3. بد فال نیونه پر الله جل جلاله په توکل سره له مینځه ځي.
  4. یوازې په یو الله جل جلاله په توکل کولو امر او له هغه پاک ذات سره د زړه تعلق ساتل.
نور