+ -

عَنْ ثَوْبَانَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«أَفْضَلُ دِينَارٍ يُنْفِقُهُ الرَّجُلُ، دِينَارٌ يُنْفِقُهُ عَلَى عِيَالِهِ، وَدِينَارٌ يُنْفِقُهُ الرَّجُلُ عَلَى دَابَّتِهِ فِي سَبِيلِ اللهِ، وَدِينَارٌ يُنْفِقُهُ عَلَى أَصْحَابِهِ فِي سَبِيلِ اللهِ» قَالَ أَبُو قِلَابَةَ: وَبَدَأَ بِالْعِيَالِ، ثُمَّ قَالَ أَبُو قِلَابَةَ: وَأَيُّ رَجُلٍ أَعْظَمُ أَجْرًا مِنْ رَجُلٍ يُنْفِقُ عَلَى عِيَالٍ صِغَارٍ، يُعِفُّهُمْ أَوْ يَنْفَعُهُمُ اللهُ بِهِ وَيُغْنِيهِمْ.

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 994]
المزيــد ...

له ثوبان رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«أَفْضَلُ دِينَارٍ يُنْفِقُهُ الرَّجُلُ، دِينَارٌ يُنْفِقُهُ عَلَى عِيَالِهِ، وَدِينَارٌ يُنْفِقُهُ الرَّجُلُ عَلَى دَابَّتِهِ فِي سَبِيلِ اللهِ، وَدِينَارٌ يُنْفِقُهُ عَلَى أَصْحَابِهِ فِي سَبِيلِ اللهِ» "تر ټولو غوره دینار چې یو سړی یې لګوي هغه دی چې سړی یې په خپلو اولادونو مصرفوي او هغه دینار چې سړی یې د الله په لار کې په خپلۍ سپرلۍ مصرفوي او هغه دینار چې د الله په لار کې یې په خپلو ملګرو مصرفوي" ابو قلابة وويل: او په عیال یې پيل وکړ، بيا ابو قلابه وويل: له هغه سړي به د چا اجر لوی وي چې په خپلو وړو اولادونو لګښت کوي، پرده یې کوي (له احتیاج نه یې ساتي) او یا دا چې په ده سره الله هغوی ته فایده رسوي او له احتیاج نه یې ساتي.

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 994]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مصرف کولو ډولونه تشریح کړل او کله چې د خیرات کولو لارې ډېرې شي نو بیا یې ترتیب ورته ټاکلی دي چې کومې لارې ته باید لومړیتوب ورکړل شي، نو په خورا مهم او بیا مهم یې پیل وکړ. نو ویې ویل چې تر ټولو زیات ثواب لرونکی مال هغه دی چې یو مسلمان یې په هغه چا مصرف کړي چې د هغه نفقه پرې واجب ده لکه: مېرمن او اولادونه. بیا پر هغې سپرلۍ (حیوان) لګښت چې د الله جل جلاله په لار کې د جنګ لپاره چمتو شوی وي. بیا یې په خپلو هغو ملګرو او دوستانو لګښت چې د الله په لار کې مجاهدین وي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي دري صومالیایي رومانیایي ژباړه اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د فضیلت له مخې باید لګښت پدې یادې شوي بڼه ترتیب شي، نو کله چې د انفاق لارې زیاتې شي باید دا ترتیب په پام کې ونیول شي.
  2. د دې خبرې وضاحت چې اولادونو ته باید په مصرف کې په نورو خلکو لومړیتوب ورکړل شي.
  3. د الله په لار کې په جهاد مصرف کول یو له سترو لګښتونو څخه دی لکه د جهاد لپاره د وسایلو او سړیو چمتو کول.
  4. ویل کیږي چې: د الله له لارې څخه مراد هر یو طاعت دی لکه حج.