عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ:
أَنَّ أَعْرَابِيًّا أَتَى النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: دُلَّنِي عَلَى عَمَلٍ إِذَا عَمِلْتُهُ دَخَلْتُ الجَنَّةَ، قَالَ: «تَعْبُدُ اللَّهَ لاَ تُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا، وَتُقِيمُ الصَّلاَةَ المَكْتُوبَةَ، وَتُؤَدِّي الزَّكَاةَ المَفْرُوضَةَ، وَتَصُومُ رَمَضَانَ» قَالَ: وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لاَ أَزِيدُ عَلَى هَذَا، فَلَمَّا وَلَّى قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ سَرَّهُ أَنْ يَنْظُرَ إِلَى رَجُلٍ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ، فَلْيَنْظُرْ إِلَى هَذَا».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو اعرابی (اطرافي سړی) راغی او ورته یې وویل: ماته یو داسې عمل را وښیه چې که زه یې وکړم جنت ته به داخل شم، هغه ورته وفرمایل: « چې د الله تعالی عبادت وکړې او له هغه سره څوک شریک نه کړې، فرض لمونځ ادا کړې، فرض زکات ورکړې او د رمضان (میاشت) روژه ونیسې»، هغه وويل: قسم په هغه ذات چې زما روح يې په لاس کې دى، له دې څخه به یې زیات نه کړم، نو کله چې ولاړ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که څوک غواړي چې له جنتیانو څخه یو سړي ته وګوري، نو دې ته دې وګوري».

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

له بانډې څخه یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی تر څو داسې یو عمل وروښیي چې جنت ته یې داخل کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کې ورته وویل چې جنت ته داخلېدل او له جهنم څخه ژغورل کېدل د اسلام د ارکانو په عملي کولو پورې اړه لري، یوازې د یو الله تعالی له عبادت څخه او دا چې شرک ورسره ونه کړې. او دا چې په هره شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځ وکړې چې الله تعالی درباندې فرض کړي دي. او د مال زکات ورکړې چې الله تعالی درباندې فرض کړی دی او اړمنو خلکو ته یې ورکړې. او دا چې په خپل وخت کې د رمضان میاشتې روژې ونیسې. سړي وویل: قسم په هغه ذات چې زما روح یې په لاس کې دی، هغه اطاعتونه مې چې له تا څخه واورېدل نه پرې څه ورزیات کړم او نه به ترې څه کم کړم. کله چې ولاړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که څوک غواړي چې د جنتي انسان په لېدلو خوشحاله شي نو دغه بانډچي ته دې وګوري.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په عبادت سره د الله جل جلاله یووالی هغه څه دي چې د الله لوري ته په بلنې کې پرې باید پېل وشي.
  2. څوک چې په اسلام کې نوی داخل شوی وي، هغوی ته یوازې باید د فرضي عملونو په ښودنه بسنه وشي.
  3. د الله جل جلاله لورې ته په بلنه کې باید له تدریج څخه کار واخېستل شي.
  4. انسان باید د دین زده کړې ته زیات لیواله وي.
  5. که چېرته مسلمان یوازې په واجب عملونو بسنه وکړي هغه کامیاب دی، خو دا پدې معنی نه ده چې په نفلي عملونو کې سستي وکړي؛ ځکه چې په نفلو سره د فرضو نواقص پوره کیږي.
  6. کله چې له ځینو عبادتونو څخه په ځانګړې توګه یادونه وشي دا یې پر اهمیت او ټینګار دلالت کوي، او معنا یې دا نده چې لدې پرته نور عملونه واجب نه دي.