عَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه قَالَ:
جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، مَا تَرَكْتُ حَاجَّةً وَلَا دَاجَّةً إِلَّا قَدْ أَتَيْتُ، قَالَ: «أَلَيْسَ تَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ؟» ثَلَاثَ مَرَّاتٍ. قَالَ: نَعَمْ، قَالَ: «فَإِنَّ ذَلِكَ يَأْتِي عَلَى ذَلِكَ».

[صحيح] - [رواه أبو يعلى والطبراني والضياء المقدسي] - [الأحاديث المختارة للضياء المقدسي: 1773]
المزيــد ...

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي:
یو سړی نبي صلی الله علیه وسلم ته راغي نو ویې ویل: اې د الله رسوله! هیڅ وړه او لویه ګناه مې نده پریښې مګر دا چې کړې مې ده، هغه وفرمایل: آیا ته ګواهي نه ورکوې چې په حقه د عبادت لایق نشته مګر یوازې یو الله دی او پدې چې محمد د الله رسول دی؟» درې ځلې. هغه وویل: هو: نو ویې فرمایل: یقینا چې دا په هغې سره له منځه ځي یعنې بخښل کیږي».

[صحيح دی] - [ابو یعلی، الطبراني او ضیاء المقدسي روایت کړی دی] - [د الضیاء المقدسي منتخب حدیثونه - 1773]

تشریح

یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی، ویې ویل: اې د الله رسوله! ما ټول ګناهونه او خطاګانې کړي دي، او هیڅ وړه او غټه ګناه مې نده پریښې مګر دا چې کړې مې ده، نو آیا ماته بخښنه کیږي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: آیا ته پدې ګواهي نه ورکوي چې له الله تعالی پرته په حقه بل معبود نشته او پدې چې محمد د الله رسول دی؟ درې ځلې یې ورته تکرار کړه، نو هغه جواب ورکړ چې : هو؛ ګواهي ورکوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهادتینو په فضیلت خبر کړ او دا چې د ګناهونو لپاره کفاره دي، او دا چې په توبې سره مخکني ټول ګناهونه بخښل کیږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د دواړو شهادتونو عظمت او په ګناهونو باندې د هغې غالبیت د هغه چا لپاره دي چې د زړه له کومي یې ووایي.
  2. اسلام له انسان څخه ټول مخکني ګناهونه رژوي.
  3. ریښتیني توبه ټول مخکني ګناهونه له منځه وړي.
  4. په تعلیم کې تکرار د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو څخه ده.
  5. د دوو شهادتونو فضیلت، او دا چې شهادتین په اور کې د تل پاتې کېدو څخه د ژغورني لپاره د خلاصون سبب دی.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (66)