عَنْ مُعَاذٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ:
كُنْتُ رِدْفَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى حِمَارٍ يُقَالُ لَهُ عُفَيْرٌ، فَقَالَ: «يَا مُعَاذُ، هَلْ تَدْرِي حَقَّ اللَّهِ عَلَى عِبَادِهِ، وَمَا حَقُّ العِبَادِ عَلَى اللَّهِ؟»، قُلْتُ: اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: «فَإِنَّ حَقَّ اللَّهِ عَلَى العِبَادِ أَنْ يَعْبُدُوهُ وَلا يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَحَقَّ العِبَادِ عَلَى اللَّهِ أَنْ لا يُعَذِّبَ مَنْ لا يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا»، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَفَلاَ أُبَشِّرُ بِهِ النَّاسَ؟ قَالَ: «لا تُبَشِّرْهُمْ، فَيَتَّكِلُوا».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له معاذ بن جبل - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې وایي:
كُنْتُ رِدْفَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى حِمَارٍ يُقَالُ لَهُ عُفَيْرٌ، فَقَالَ: «يَا مُعَاذُ، هَلْ تَدْرِي حَقَّ اللَّهِ عَلَى عِبَادِهِ، وَمَا حَقُّ العِبَادِ عَلَى اللَّهِ؟»، قُلْتُ: اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: «فَإِنَّ حَقَّ اللَّهِ عَلَى العِبَادِ أَنْ يَعْبُدُوهُ وَلا يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَحَقَّ العِبَادِ عَلَى اللَّهِ أَنْ لا يُعَذِّبَ مَنْ لا يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا»، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَفَلاَ أُبَشِّرُ بِهِ النَّاسَ؟ قَالَ: «لا تُبَشِّرْهُمْ، فَيَتَّكِلُوا». زه د پيغمبر صلی الله علیه وسلم پسې شاته په هغه خره سپور وم چې عفیر بلل کېده، نو ویې فرمایل: اې معاذه! آیا په بنده ګانو باندې د الله تعالی په حق پوهیږې، او دا چې بندګان په الله تعالی څه حق لري؟ ما وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: « یقینا د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي او د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغه چاته عذاب ورنکړي چې شرک یې ورسره نه وي کړی» نو ما وویل: اې د الله رسوله، آیا خلکو ته زیری ورنه کړم؟ هغه وفرمایل: نه، زیری مه ورکوه چې بیا به په همدې خبره تکیه وکړي».

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی حق پر بنده ګانو او د بندګانو حق پر الله تعالی باندې بیانوي، او دا چې د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې یوازې د هغه عبادت وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي. او دا چې د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغه موحدینو ته عذاب ورنه کړي چې د هغه سره یې هیڅ شی نه شریکوي. بیا معاذ وویل: اې د الله رسوله! آیا خلکو ته - پدې خبره - زیری ورنه کړم تر څو خوشحاله شي او - د الله تعالی پدې فضل باندې - یو بل ته زیری ورکړي؟ نو پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - لدې ویرې منع کړ چې خلک به په همدې تکیه وکړي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله تعالی د حق بیان دی چې په خپلو بندګانو یې لازم ګرځولی دی، چې د هغه عبادت وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي.
  2. د بنده ګانو د حق بیان چې الله تعالی د فضل او نعمت له مخې د خپلو بندګانو لپاره پر ځان لازم ګرځولی دا دی چې دوی جنت ته داخل کړي او عذاب ورنه کړي.
  3. پدې کې د هغو موحدینو لپاره لوی زیری دی چې د الله تعالی سره هیڅ شی نه شریکوي؛ چې پایله یې جنت ته داخلېدل دي.
  4. معاذ - دا حدیث - خلکو ته له مرګ نه مخکې بیان کړ؛ لدې وېرې چې د علم په پټولو سره ګناهکار نه شي.
  5. په ځینو خلکو کې د ځینو حدیثونو د نه خپرولو په اړه خبرداری چې په معنا یې نه پوهیږي، په ځانګړي توګه هغه حدیثونه چې عملي بڼه و نه لري او یا د شریعت حد پکې نه وي.
  6. د موحدینو ګناهکاران د الله تعالی تر ارادې لاندې دي، که وغواړي، سزا به ورکړي او که وغواړي بخښنه به ورته وکړي، بیا به د دوی برخلیک به د جنت لوري ته وي.
نور