+ -

عن أبي موسى الأشعري رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«إِذَا مَرِضَ الْعَبْدُ أَوْ سَافَرَ كُتِبَ لَهُ مِثْلُ مَا كَانَ يَعْمَلُ مُقِيمًا صَحِيحًا».

[صحيح] - [رواه البخاري]
المزيــد ...

له ابو موسی الأشعري - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«إِذَا مَرِضَ الْعَبْدُ أَوْ سَافَرَ كُتِبَ لَهُ مِثْلُ مَا كَانَ يَعْمَلُ مُقِيمًا صَحِيحًا». "کله چې بنده ناروغ یا مسافر شي، نو د هغه لپاره د هغه عمل سره برابر ثواب لیکل کیږي چې د اقامت او روغتیا په حالت کې یې کاوه".

صحيح - بخاري روايت کړی دی

تشریح

رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د الله تعالی د فضل او رحمت په اړه فرمایي: چې یو مسلمان کله د روغتیا او اقامت پر مهال نېک عمل تر سره کوي او بیا ورته عذر پیدا شي او ناروغ شي نو بیا یې نشي کولای یا دا چې په سفر او یا کوم بل عذر ورڅخه مشغول شي، نو هغه ته پوره اجر لیکل کیږي، هومره چې د روغتیا او اقامت په حالت کې یې کاوه.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية القيرقيزية النيبالية اليوروبا الليتوانية الدرية الصومالية الطاجيكية الكينياروندا
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. پر بنده ګانو باندې د الله تعالی لوی فضل.
  2. په عباداتو کې زیار ویستل او د روغتیا او وزګارتیا پر مهال له وخت څخه ګټه پورته کول.