+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِذَا لَقِيَ أَحَدُكُمْ أَخَاهُ فَلْيُسَلِّمْ عَلَيْهِ، فَإِنْ حَالَتْ بَيْنَهُمَا شَجَرَةٌ أَوْ جِدَارٌ أَوْ حَجَرٌ ثُمَّ لَقِيَهُ فَلْيُسَلِّمْ عَلَيْهِ أَيْضًا».

[صحيح] - [رواه أبو داود] - [سنن أبي داود: 5200]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«إِذَا لَقِيَ أَحَدُكُمْ أَخَاهُ فَلْيُسَلِّمْ عَلَيْهِ، فَإِنْ حَالَتْ بَيْنَهُمَا شَجَرَةٌ أَوْ جِدَارٌ أَوْ حَجَرٌ ثُمَّ لَقِيَهُ فَلْيُسَلِّمْ عَلَيْهِ أَيْضًا». "کله چې په تاسو کې یو څوک له خپل (مسلمان) ورور سره مخ شي نو سلام دې پرې واچوي، که چېرته یې په منځ کې ونه، دیوال او یا ډبره راشي او بیا ورسره مخ شي، نو بیا دې پرې هم سلام واچوي".

[صحيح] - [ابوداود روايت کړی دی] - [سنن أبو داود - 5200]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم یو مسلمان بل مسلمان ته په سلام اچولو هڅوي؛ هر کله چې ورسره مخ کیږي، که څه هم سره یو ځای روان وي او کله یې چې تر منځه کوم شی خنډ واقع شي لکه: ونه، دیوال او یا لویه ډبره او بیا ورسره مخ شي، نو بیا ځل دې پرې سلام واچوي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. سلام اچول مستحب دي، او دا چې د وضعیت د هر بدلون پر مهال واچول شي.
  2. د سلام اچولو سنت پر دودولو د رسول الله صلی الله علیه وسلم سخت ټینګار او پکې مبالغه کول؛ ځکه چې دا د مسلمانانو ترمنځ مینه او پېژندګلوي راولي.
  3. سلام په (السلام علیکم) یا په ( السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته) الفاظو سره اچول کیږي، پرته لدې چې د ملاقات پر مهال د لومړي ځل لپاره لاس هم ورکول کیږي.
  4. سلام دعا ده، او مسلمانان اړتیا لري چې یو بل ته دعا وکړي، که څه هم دا کار په تکراري ډول تر سره شي.