+ -

عَنْ حَارِثَةَ بْنِ وَهْبٍ الخُزَاعِيِّ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«أَلاَ أُخْبِرُكُمْ بِأَهْلِ الجَنَّةِ؟ كُلُّ ضَعِيفٍ مُتَضَعِّفٍ، لَوْ أَقْسَمَ عَلَى اللَّهِ لَأَبَرَّهُ، أَلاَ أُخْبِرُكُمْ بِأَهْلِ النَّارِ: كُلُّ عُتُلٍّ جَوَّاظٍ مُسْتَكْبِرٍ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 4918]
المزيــد ...

له حارثة بن وهب الخزاعي رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې:
«أَلاَ أُخْبِرُكُمْ بِأَهْلِ الجَنَّةِ؟ كُلُّ ضَعِيفٍ مُتَضَعِّفٍ، لَوْ أَقْسَمَ عَلَى اللَّهِ لَأَبَرَّهُ، أَلاَ أُخْبِرُكُمْ بِأَهْلِ النَّارِ: كُلُّ عُتُلٍّ جَوَّاظٍ مُسْتَكْبِرٍ». «ایا زه تاسو ته د جنتیانو په اړه خبر در نه کړم؟ هر ضعیف انسان چې عاجزي کوي، نو که په الله قسم وخوري، الله به یې قسم پر ځای کړي، او آیا د جهنمیانو په اړه خبر در نه کړم: هر یو جګړه مار، کبرجن او لویې کوونکی انسان».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 4918]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم د جنتيانو او دوزخيانو د ځينو ځانګړتياوو په اړه فرمايي.
د جنت اکثره خلک به: "هر ضعیف او عاجزه انسان وي" یعنی: هغه چې الله تعالی ته خاکساري او عاجزي کوي، خپل ځان یې د هغه په وړاندې ذلیله کړی وي، تر دې چې ځینې خلک یې کمزوری او سپک ګڼي، په داسې حال کې که چېرته همدا د الله تعالی په وړاندې عاجزه انسان په الله تعالی د هغه د سخاوتمندۍ په تمه قسم یاد کړي، نو الله تعالی به یې قسم محقق او هغه غوښتنه به یې پوره کړي چې ده پرې قسم یاد کړی او دعا به یې قبوله کړي.
او ډېری د اور خاوندان هغه انسانان دي چې زیږ او سخت جګړه مار وي، او یا هر هغه بد فعله انسان چې هېڅ خېر ته غاړه نه ږدي، هغه کبرجن، زیات خوراکي، د غټ جسم خاوند چې د تګ پر مهال په کبر او غرور سره ګرځي، بد خویه، او حق نه منونکی وي، او تل نورو ته په سپکه ګوري.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د جنتیانو ځانګړنو ته د خلکو هڅول او د دوزخیانو له ځانګړنو څخه یې وېرول.
  2. عاجزي یوازې الله جل جلاله ته د هغه د امر په منلو او له نواهیو څخه یې په ځان ژغورلو او د خلکو پر وړاندې عاجزي پر هغوی له کبر څخه په ډډې کولو سره کېږي.
  3. ابن حجر فرمایلي: له دې څخه مراد- چې ډېری جنتیان دا ډول خلک دي- دا دی چې لکه څرنګه چې ډېری دوزخیان دا بل ډول خلک دي نو دوی هم په همدې ډول دي، او له دې څخه مراد په دواړو اړخونو کې ټول خلک نه دي.
نور