1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. فضایل او آداب

حدیث له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې تر ټولو زيات شی ( کوم دی ) چې خلک جنت ته داخلوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال:
سُئِلَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ الْجَنَّةَ، فَقَالَ: «تَقْوَى اللهِ وَحُسْنُ الْخُلُقِ»، وَسُئِلَ عَنْ أَكْثَرِ مَا يُدْخِلُ النَّاسَ النَّارَ فَقَالَ: «الْفَمُ وَالْفَرْجُ».

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي:
له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې تر ټولو زيات شی ( کوم دی ) چې خلک جنت ته داخلوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق » او ورڅخه وپوښتل شو چې تر ټولو زیات شی ( کوم چې ) خلک اور ته داخلوي، نو هغه وفرمایل: «خوله او شرمګاه».

حديث حسن او صحيح دی او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی جامع الترمذي - 2004

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې جنت ته د ننوتلو لوی لاملونه دوه دي چې هغه عبارت دي له :
له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق.
نو له الله جل جلاله څخه وېره دې ته وایي چې د الله تعالی د اوامرو په ترسره کولو او د هغه له ممانعتونو څخه د ځان ساتلو لپاره ستاسو او د الله تعالی د عذاب تر منځه وقایه وګرځوي.
او ښه اخلاق: چې په ورین تندي، احسان کولو او له ضرر څخه ځان ساتلو باندې کیږي.
او دا چې اور ته د ننوتلو ستر لاملونه دوه لاملونه دي چې عبارت دي له:
ژبې او شرمګاه څخه.
نو د ژبې له ګناهونو څخه: دروغ ویل، غیبت، چغلګري او داسې نور دي.
او د شرمګاه له ګناهونو څخه: زنا، لواطت او داسې نور دي.

د حديث له ګټو څخه

  1. جنت ته د ننوتلو اسباب د الله تعالی سره تړاو لري، چې له هغې جملې څخه: له هغه څخه وېرېدل، او ځینې نور سببونه یې د خلکو سره تړاو لري چې له جملې څخه یې: ښه اخلاق دي.
  2. د ژبې خطر د خپل خاوند لپاره، او دا چې اور ته د ننوتلو یو لامل دی.
  3. انسان ته د شهوت او بې حیایۍ خطر او دا چې دوزخ ته د ننوتلو تر ټولو زیات لاملونه -همدا- دي.

د ژباړو راړول

68 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
FR Français الفرنسية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
JA 日本語 اليابانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
YO Yorùbá اليوروبا
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
SO Soomaali الصومالية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
FF Fulfulde الفولانية
IT Italiano الإيطالية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
BG Български البلغارية
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
EL Ελληνικά اليونانية
AK Akan الأكانية
UZ O‘zbek الأوزبكية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
LN Lingala اللينجالا
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
BM Bambara البامبارية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية
RN Kirundi الكيروندي
YAO Yao الياو
KMR Kurmancî الكرمنجية