عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما قال:
سَمِعَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلًا يَعِظُ أَخَاهُ فِي الْحَيَاءِ، فَقَالَ: «الْحَيَاءُ مِنَ الْإِيمَانِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 36]
المزيــد ...

له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو سړي څخه واورېدل چې خپل یو ورور ته یې د حیا په اړه نصیحت کاوه، نو ورته یې وفرمایل: « حیا له ایمان څخه ده».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 36]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو سړي څخه واورېدل چې خپل ورور ته یې نصیحت کاوه تر څو له (زیاتې حیا) یعنې شرم کولو څخه ډډه وکړي! نو - رسول الله صلی الله علیه وسلم - ورته څرګنده کړه چې حیا له ایمان څخه ده، او دا چې پایله یې یوازې خیر دی.
او حیا داسې یو صفت دی چې - انسان - ښو کارونو ته اړباسي او له بدو څخه یې منع کوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. هغه څه چې تا د خیر له کارونو څخه منع کوي حیا نه بلل کیږي، بلکې هغې ته خجالت، بې وزلي، بې زړه توب او بزدلي وایي.
  2. له الله جل جلاله څخه حیاء د اوامرو په عملي کولو او د حرامو په پرېښودلو سره کیږي.
  3. او له خلکو څخه حیاء د هغوی په درناوي او ورته په درنه سترګه کتلو سره کیږي، او له هغه څه څخه په ډډې کولو چې معمولا بد وي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (67)
نور