عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«الدُّعَاءُ لاَ يُرَدُّ بَيْنَ الأَذَانِ وَالإِقَامَةِ».

[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي والنسائي] - [سنن الترمذي: 212]
المزيــد ...

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«الدُّعَاءُ لاَ يُرَدُّ بَيْنَ الأَذَانِ وَالإِقَامَةِ». "د اذان او اقامت تر منځ دعا نه ردیږي".

[صحيح دی] - [أبو داود، الترمذي او النسائي روایت کړی دی] - [جامع الترمذي - 212]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د اذان او اقامت تر منځ د دعا فضیلت بیان کړی او فرمایلي یې دي چې نه ردیږي او خامخا قبلیږي، نو په دې وخت کې د الله تعالی نه دعا وغواړئ.

د حديث له ګټو څخه

  1. د دعا لپاره د دې وخت فضیلت.
  2. کله چې دعا کوونکی د دعا ادبونه مراعت کړي، غوره ځایونه او وختونه وپلټي، د الله تعالی له نافرمانۍ ځان وساتي، په شکونو او شبهو کې له لویدو ځان وساتي، په الله تعالی نېک باور ولري، نو ډېره نږدې ده چې د الله تعالی په امر یې دعا قبوله شي.
  3. مناوي رحمه الله د دعا د قبلېدو په اړه فرمایي: د دعا د شرطونو، ارکانو او ادابو له پوره کولو وروسته دعا قبلیږي، که چېرته له دې څخه کوم یو کم و، نو یوازې خپل ځان دې ملامته کړي.
  4. د دعا قبلېدل: یا به یې دعا ژر تر ژره قبوله شي، یا به ورڅخه د ورته شر مخه ونیسي او یا به ورته اجر په آخرت کې خوندي شي، دا ټول کارونه د الله تعالی د حکمت او رحمت مطابق تر سره کیږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (48)