+ -

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَا يَنْظُرُ اللهُ إِلَى رَجُلٍ أَتَى رَجُلًا أَوِ امْرَأَةً فِي دُبُرٍ».

[صحيح] - [رواه الترمذي والنسائي في الكبرى] - [السنن الكبرى للنسائي: 8952]
المزيــد ...

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَا يَنْظُرُ اللهُ إِلَى رَجُلٍ أَتَى رَجُلًا أَوِ امْرَأَةً فِي دُبُرٍ». "الله جل جلاله هغه سړي ته د مهربانۍ په نظر نه ګوري چې سړي او یا ښځې سره د شا لخوا په (دبر) کې نیږدېوالی وکړي".

[صحيح] - - [د امام نسائی سنن کبری - 8952]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا په اړه چې سړي او یا ښځې ته د شا لخوا ورتګ کوي سخت ګواښ بیان کړی، او فرمایلي یې دي چې دا د لویو ګناهونو څخه یوه ګناه ده.

ژباړه: انګلیسي اردو اندونیسیایي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه کردي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د سړي لخوا سړي ته ورتګ - لواطت - له کبیره ګناهونو څخه ده.
  2. ښځې ته د شا لخوا ورتګ له کبیره ګناهونو څخه ده.
  3. (لا ينظر الله) یعنې الله تعالی د رحمت او شفقت په نظر نه ګوري، لدې لېدلو څخه عام لیدل مراد نه دي؛ ځکه چې د الله پاک څخه هېڅ شی پټ نه دی، او نه یې د لید څخه کوم شی ورکېږي.
  4. دا کړنې د بشریت لپاره له سترو او خطرناکو اعمالو څخه دي. ځکه چې په دې کې له انساني سالم فطرت څخه سرغړونه، د نسل کمېدل، د ازدواجي ژوندون فاسدېدل، د دښمنۍ او کرکې پېدا کېدل او په ناپاکو ځایونو کې لوېدل دي.
نور