+ -

عَنْ مُعَاوِيَةَ الْقُشَيْرِيِّ رضي الله عنه قَالَ:
قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا حَقُّ زَوْجَةِ أَحَدِنَا عَلَيْهِ؟، قَالَ: «أَنْ تُطْعِمَهَا إِذَا طَعِمْتَ، وَتَكْسُوَهَا إِذَا اكْتَسَيْتَ، أَوِ اكْتَسَبْتَ، وَلَا تَضْرِبِ الْوَجْهَ، وَلَا تُقَبِّحْ، وَلَا تَهْجُرْ إِلَّا فِي الْبَيْتِ»

[حسن] - [رواه أبو داود وابن ماجه وأحمد] - [سنن أبي داود: 2142]
المزيــد ...

د معاویه القشیري رضي الله عنه څخه روایت دی فرمایي چې:
ما وویل: اې د الله رسوله! زموږ څخه پر یو یې د ښځې څه حق دی؟ هغه وفرمایل: «أَنْ تُطْعِمَهَا إِذَا طَعِمْتَ، وَتَكْسُوَهَا إِذَا اكْتَسَيْتَ، أَوِ اكْتَسَبْتَ، وَلَا تَضْرِبِ الْوَجْهَ، وَلَا تُقَبِّحْ، وَلَا تَهْجُرْ إِلَّا فِي الْبَيْتِ» « باید ډوډۍ ورکړې کله چې ته خپله خوراک کوې، جامې ورکړې کله چې ته خپله جامې اخلې او یا یې ترلاسه کوې، مخ مه وهه او مه یې بدرنګوه او ځای دې ترې مه جلا کوه مګر په خپل کور کې".

[حسن] - - [سنن أبو داود - 2142]

تشریح

له رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وشوه چې ښځه پر خاوند څه حق لري؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځینو کارونو یادونه وکړه لکه:
لومړی: له هغې پرته خپل ځان په خوړو سره مه ځانګړی کوه؛ بلکې هغې ته خواړه ورکوه کله چې ته خوراک کوې.
دویم: خپل ځان په جامو کولو سره مه ځانګړی کوه، بلکې کله چې جامې اخلې هغې ته یې هم اخله، (یعنې کله دې چې جامې تر لاسه کولې او وس دې و نو هغې ته یې هم واخله).
دريم: له سبب او اړتیا پرته باید ونه وهل شي، که چېرته یې د تأدیب په موخه وهلو او یا د ځینو فرایضو د پرېښودلو له امله وهلو ته اړتیا پیدا شوه نو باید داسې ونه وهل شي چې اثر پرېږدي، مخ نه وهل کېږي؛ ځکه چې مخ د بدن په غړو کې لوی (حیثیت) لري او د نورو په پرتله ډېر ښکاره دی، او د درناوي وړ او تنکي غړي پکې دي.
څلورم: کنځلې مه کوه او داسې مه وایه چې: الله دې مخ بدرنګه کړه؛ نو بدن څخه یې هېڅ شی بدرنګوالي ته مه پرېږده چې له ښایسته یې وباسي؛ ځکه چې الله تعالی د انسان مخ او بدن ته شکل ورکړی، او هر شی یې ښایسته پيدا کړی، او د پېدایښت بدرنګوالی نعوذ بالله د پیدا کوونکي په مذمت دلالت کوي.
پنځم: یوازې په خوب ځای کې ترې ځای جلا کوه او بل لور ته ترې مه اوړه او بل کور ته یې تللو ته مه اړ باسه؛ دا کېدی شي د هغه څه په اړه وي چې د ښځې او خاوند تر منځه عادتا خفګان او پرېکون رامنځته کېږي.

ژباړه: انګلیسي اردو اندونیسیایي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه کردي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. صحابه کرام د هغو حقونو پېژندلو ته لېواله وو چې د دوی په نورو وو او یا د نورو پر دوی وو.
  2. د ښځې نفقه، جامې او د اوسېدلو ځای برابرول پر خاوند واجب دي.
  3. د معنوي او حسي بدرنګوالي ممانعت.
  4. معنوي بدرنګوالی دا دی چې ووایي: ته له بدرنګې قبیلې څخه یې، یا دې کورنۍ بده ده او داسې نور.
نور