+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَنْ كَانَتْ لَهُ امْرَأَتَانِ فَمَالَ إِلَى إِحْدَاهُمَا، جَاءَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَشِقُّهُ مَائِلٌ».

[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي والنسائي وابن ماجه وأحمد] - [سنن أبي داود: 2133]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَنْ كَانَتْ لَهُ امْرَأَتَانِ فَمَالَ إِلَى إِحْدَاهُمَا، جَاءَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَشِقُّهُ مَائِلٌ». "څوک چې دوه مېرمنې ولري او له دوی څخه یوې ته مایل شي، هغه به د قیامت په ورځ په داسې حالت کې راشي چې یو مخ به یې لوېدلی (ځوړند) وي".

[صحيح] - - [سنن أبو داود - 2133]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چې له یوې څخه زیاتې ښځې ولري او له خپلو مېرمنو سره هغه ډول انصاف نه کوي کوم چې ممکن وي لکه: د دوی تر منځ په لګښت، د اوسېدو ځای، لباس او شپې تېرولو کې مساوات، نو د قیامت په ورځ به یې سزا دا وي چې نیم بدن به یې ځوړند وي، او کږېدل یا ځوړندېدل د هغه د ظلم سزا ده لکه څنګه چې دی په خپله تعامل کې یو طرف ته مایل و.

ژباړه: انګلیسي اردو اندونیسیایي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه کردي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. پر سړي واجب دي چې د خپلو مېرمنو تر منځ په وېش کې برابری مراعت کړي او دا پرې حرام دي چې د یوې په پرتله بلې ته په نفقې، استوګنې، نېک برخورد او داسې نورو شیانو کې مایل شي.
  2. په وېش او داسې نورو کې برابری؛ په هغو چارو کې چې انسان یې واک ولري، خو د کومو چارو واک چې نه لري لکه مینه او د زړه میلان، هغه په دې حدیث کې نه راځي، دا هغه څه دي چې د الله تعالی په دې وینا کې راغلي دي: {ولن تستطيعوا أن تعدلوا بين النساء ولو حرصتم} النساء: 129].
  3. ژباړه: او تاسو به كله هم (دا) وَس ونه لرئ چې د خپلو ښځو په منځ كې (په هر لحاظ سره او د زړه په مينه کې) انصاف وكړئ اګر كه تاسو (د دې) حرص (هم) وكړئ.
  4. سزا د عمل له جنس څخه وي، کله چې سړی په دنیا کې له یوې ښځې څخه بلې ته مایله شي، نو د قیامت په ورځ به په داسې حال کې راشي چې یو مخ به یې له بل څخه مایل (ځوړند یا کوږ) وي.
  5. د بندګانو د حقونو عظمت او دا چې چاته نه بخښل کېږي؛ ځکه چې په حرص او قصاص اخیستلو بنا دي.
  6. په دین کې د نېمګړتیا راتلو له وېرې پر یوې ښځې بساینه د هغه چا لپاره مستحب دي چې له بې عدالتۍ وېره ولري؛ الله تعالی فرمایلي: {فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً} [النساء: 3].
  7. خو كه له تاسې سره دا اندېښنه وي چې له هغو سره به عدالت ونه کړای شئ؛ نو يوه ښځه وكړئ.
نور