عن ابن عمر رضي الله عنهما أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «إذا أَكَلَ أحدُكم فَلْيَأْكُلْ بِيَمِينِه، وإذا شَرِب فَلْيَشْرَبْ بِيَمِينِه فإنَّ الشيطان يأكلُ بِشِمَالِه، ويَشْرَب بِشِمَالِه».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له ابن عمر - رضی الله عنهما - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «کله چي ستاسو څخه یو څوک خوراک کوي نو په ښي لاس دې خوراک وکړي او که څښاک کوي په ښي لاس دې وڅښي، ځکه شیطان په چپ لاس خوراک کوي او په چپ لاس څښي.
صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

پدې حدیث کې په ښي لاس په خوراک او څښاک کولو امر او په چپ لاس له خوراک او څښاک څخه منع راغلې ده، او پدې کې د حکم د بیانولو سبب دی چې شیطان په چپ لاس سره خوراک او څښاک کوي، دا پدې دلیل دی چې دلته امر د وجوب لپاره دی، او دا چې په چپ لاس سره خوراک او څښاک حرام دی، ځکه لامل یې وښوده چې دا د شیطان له کړنې او اخلاقو څخه دي، او مسلمان ته خو امر شوی چې د فاسقانو له لارې ځان وژغوري، شیطان خو لا پرېږده ( چې خامخا یې باید له پیروۍ ځان وساتي ) او څوک چې د کومو خلکو په څېر شو، نو هغه له همغوی څخه دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په ښي لاس د خوراک او څښاک وجوب، او دا چې په حدیث کې - راغلی - امر د وجوب لپاره دی.
  2. په چپ لاس د خوراک او څښاک حراموالی.
  3. په - حدیث - کې دېته اشاره ده چې له هغه کارونو ډډه کول پکار دي چې د شیطان له کړنو سره پکې ورته والی وي.
  4. دا چې شیطان دوه لاسونه لري، او هغه خوراک او څښاک کوي.
  5. د ښي لاس درنښت، ځکه مونږ ته امر شوی چې خوراک پرې وکړو، او ښکاره ده چې خوراک د بدن لپاره غذا ده، او د عزت کارونه په ښي لاس کیږي.
  6. له کفارو سره د مشابهت ممانعت؛ ځکه مونږ د شیطان له مشابهت څخه منع شوي یو، او شیطان د کفر سر دی.
  7. خپل امت ته د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - نصیحت، کله چې هغه دوی ته د داسې یو کار لارښوونه وکړه چې له دوی څخه پټ و.