عن عمر بن أبي سلمة قال: كنتُ غُلاما في حَجْرِ رسول الله صلى الله عليه وسلم ، وكانتْ يَدِي تَطِيشُ في الصَّحْفَة، فقالَ لِي رسول الله صلى الله عليه وسلم : «يا غُلامُ، سمِّ اَلله، وكُلْ بِيَمِينِك، وكُلْ ممَّا يَلِيكَ» فما زَالَتْ تِلك طِعْمَتِي بَعْدُ.
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له عمر بن ابی سلمه څخه روایت دی فرمایي: زه د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په سرپرستۍ کې وم - د ډوډۍ خوړلو پر مهال به مې - لاس په کاسه کې خوریده، نو رسول الله -صلی الله علیه وسلم- راته وویل: ای هلکه! بسم الله ووایه، او په ښي لاس خوره، او له خپلې مخې دې خوراک کوه، نو له هغې وروسته مې همغه د ډوډۍ خوړلو طریقه شوه.
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

عمر بن ابو سلمه - رضي الله عنهما - د پيغمبر- صلی الله علیه وسلم - د مېرمنې؛ ام سلمه - رضي الله عنها - زوی و، او هغه د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم په روزنه او د سرپرستۍ لاندې و، له خپل حال څخه یې پدې حدیث کې داسې یادونه وکړه چې هغه به د خوراک پر مهال د کاسې په څنډو کې لاسونه وهل تر څو خواړه له بېلابېلو ځایونو راواخلي، نو پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - پدې حدیث کې د ډوډۍ خوړلو له ادبونو څخه دري ادبونه ورزده کړل؛ لومړی یې د خوړو په پیل کې د بسم الله وییل. دویم یې په ښي لاس خوراک کول، او دریم یې: له خپلې نږدې مخې خوراک کول، ځکه د ملګري د لاس له ځای څخه خوراک کول ناوړه ادب دی، علماوو فرمایلي: مګر دا چې خواړه بیلا بیل ډولونه وي د بیلګې په توګه که چیرته په خوړو کې کدو، بانجان، غوښه او داسې نور وي نو کومه خبره نشته چې لاس دې ډول او یا بل ډول خوړو ته وراوږد کړې، سره لدې چې له هر ډول خوراک کوي خو له خپلې مخې به یې کوي، همدا رنګه که چيرته څوک یوازې خواړه خوري، نو څه خبره نده که د کاسې له بلې څنډې خوراک وکړي، ځکه پدې سره هغه چاته ازار نه رسوي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د خوراک له ادبونو څخه په پيل کې د بسم الله وییل دی.
  2. په ښي لاس د خوراک وجوب، او په چپ لاس د خوراک حراموالی، مګر له عذر څخه؛ ځکه نبي - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: هیڅ یو دې ستاسو څخه په چپ لاس خوراک نه کوي، او نه دې څښاک په چپ لاس کوي، یقینا شیطان په چپ لاس خوراک کوي، او په چپ لاس څښاک کوي،او د شیطان پیروي حرامه ده، او څوک چې د کوم قوم په څېر شو نو هغه له همغوی څخه دی.
  3. ناپوه ته ښوول مستحب دی؛ له لویانو او ماشومانو څخه، په خاصه توګه چې د انسان د کفالت او سرپستۍ لاندې وي.
  4. د خوراک له ادبونو څخه دا دي چې انسان به خوراک نه کوي مګر له هغه ځایه چې ورته نېږدې وي، او نورو ځایونو ته به ترې نه ورتیریږي.
  5. د صحابه کرامو په هغه څه باندې پابندي چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ورته له ادبونو څخه ښودلې وو، او دا د عمر له وینا څخه اخیستل کیږي چې فرمايي: له هغه وروسته مې همدا د خوړو طریقه شوه.